1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران پارلمان اتومي تړون تایید کړ

۱۳۹۴ مهر ۲۱, سه‌شنبه

د ایران پارلمان له لویدویځو هیوادونو سره د خپل دولت اتومي تړون تایید کړ. دغه تړون چې د جولای په میاشت کې لاسلیک شوی وو اوس عملي بڼه نیسي.

https://p.dw.com/p/1Gn5h
انځور: picture-alliance/EPA/A. Taherkenareh

د ایران ایرنا خبري آژانس د سه شنبې په ورځ وویل چې دغه تړون ته د ایران د پارلمان ۱۶۱ غړو مثبت او ۵۹ منفي رایه ورکړه. پر دې سربیره ۱۳ غړو د خپلې رایې له کارولو ډډه وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې د ایران مشرانو ټینګار کړی دی چې نړیوال څارونکي به د ایران پوځي اډو ته محدود لاسرسی ولري. په عین حال کې ویل شوي دي چې د ایران د اتومي اډو ارزونه به د دغه هیواد «د اساسي قانون د ساتونکې شورا» تر تایید وروسته کیږي. له دې سره کیدای شي چې په راتلونکې کې د تړون پر سر اختلافات رامنځ ته شي.

چارواکو ویلي دي چې پر ایران باندې نړیوال بندیزونه به د روان کال په پای او یا هم د راتلونکې کال په جنوري میاشت کې له منځه ولاړ شي. ایران باید همداراز د اټومي انرژي نړیوال سازمان ته ډاډ ورکړي چې اتومي پروګرام یې یوازې سوله ییزې موخې لري. دغه سازمان به د روان کال د دسمبر تر ۱۵ نیټې پورې په تیر وخت کې د ایران د اتومي پروګرام د «ابهامونو» په اړه خپل رپوټ وړاندې کړي.

د تړون ملاتړ

د تړون له مخې ایران موافقه کړې ده چې خپل اتومي ظرفیت ټیټ کړي. دغه تړون چې له انګلستان، روسیې، امریکا متحده ایالاتو، فرانسې، چین او آلمان سره لاسلیک شوی دی، همداراز لویدیځ هیوادونه دې ته اړوي چې پر ایران باندې بندیدیزونه له منځه یوسي.

که څخه هم چارواکو دغه تړون د یوه چانس په توګه ګڼلې دی، خو یو شمیر جمهوري غوښتونکو امریکايي سیاستوالو پر هغه باندې سختې نیوکې کړې دي.

په ایران کې هم د ولسمشر حسن روحاني کابینې د دغه تړون سخت ملاتړ کړی دی او ویلي یي دي چې د اقتصادي بندیزونو له لیرې کیدو سره ایران خپله راتلونکې تضمین کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب