1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د ایران پر پوله ونیول شوم او بیرته افغانستان ته واستول شوم»

حامد صافی/ ستار جهش۱۳۹۴ مهر ۲۲, چهارشنبه

له افغانستان څخه هره ورځ په زرهاو کسان د اروپا په لور خوځیږي. دا ځوانان له بیکاری، غریبی او ناامني څخه تښتي او غواړي په اروپا کې ځان ته یو سوکاله ژوند جوړ کړي. خو ایا دغه ټول ځوانان اروپا ته رسیږي؟

https://p.dw.com/p/1GoV6
Mazedonien - Flüchtlinge
انځور له ارشیف څخهانځور: Reuters

د بلخ ولایت اوسیدونکی، ۲۱کلن اسلام الدین، د کار نه شتون، فقر او د امنیتی وضعیت خرابوالي له کبله د خپل هیواد د پریښودو پریکړه وکړه خو هغه د ترکیي او ایران پر پوله د پولیسو له خوا ونیول شو او بیرته افغانستان ته واستول شو.

هغه وایي: «د لارې د لګښټ پیسې مې له خپلو خپلوانو څخه پور کړې او له افغانستان څخه اروپا ته د تلونکو ځوانانو له یوې ډلې سره ملګری شوم. کله چې مو غوښتل له ایران څخه ترکیي ته واوړو نو د پولې پر سر پولیسو ونیولو.»

له افغانستان څخه هره ورځ د اسلام الدین په څیر په زرهاو کسان د اروپا په لور د یو ښه ژوند په لټه خوځیږي. خو اروپا ته رسیدل اسانه کار نه دی. دغه افغانان باید د سختو لارو مزلونه ووهي. هغوی د هیوادونو له پولو څخه د تیریدو پر مهال د پولیسو له خوا زورول کیږي، بند ته اچول کیږي او په ځینو پیښو کې پرې ډزي کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، په ګدون ډیر شمیر چارواکي پر افغانانو باندې غږ کوي چې په خپل هیواد کې پاتې شي او د هغه په بیارغونه کې ونډه واخلي.

له ترهګرو سره د یوځای کیدو تور

اسلام الدین وایي چې ده اوریدلي وو چې د اروپا پولې د کډوالو پر وړاندې پرانیستې دي او هر څوک کولاي شي چې د خپلې خوښې هیواد ته پرته له کومې ستونزې ولاړ شي. خو د هغه دغه معلومات ناسم وو: «موږ د ایران او ترکیی پر پوله، ورومیه، کې د پولیسو له خوا ونیول شو. پر وهلو ټکولو سر بیره یې ۱۶ورځې بندیان کړو.»

د اسلام الدین په خبره هغه او ملګري یې د کردانو لاس ته لویدلي وو: «ډیره بده روویه یی کوله. خبرې مو ورسره نه شوای کولای. موږ ورته ویلې چې اروپا ته روان یو خو هغوی راسره نه منله او موږ ته یی ویلې چې تاسو له داعش ډلی سره یوځاې کیږئ.»

دغه ځوان چی په ایران کې د بند پر محال ترخې خاطری لري وایي چې په محبس کی ورته خواړه هم نه ورکول کیدل او پخپله اړ وو چې هغه راونیسي. اسلام الدین هره ورځ لس زره تومنه (ایراني پیسې) پاخه خواړه رانیول او لس زره نورې به یی د بند خونې هغه ساتونکي ته ورکولې چې ورته یی خواړه راوړل.

«که پیسې پیدا کړم بیا د تلو هڅه کوم»

که څه هم اسلام الدین اروپا ته د رسیدو په خپله لومړۍ هڅه کې له ډیرو ستونزو سره مخامخ شوی دی، خو هغه بیا هم له خپلې پریکړې نه دی لاس په سر شوی. خو اوس دی د بیا تلو له پاره پیسې نه لري: «که امکانات وي همدا نن د تګ هوډ کوم ځکه د افغانستان حالات ښه نه دي. زه غواړم چی اروپا ته ځان ورسوم. یوازی دې ته منظرم یم چی یو څوک راته پیسې په پور راکړي.»

اسلام الدین اروپا ته د رسیدو له پاره لومړی ځل هم له خپلوانو څخه پیسې پور کړې وي او تمه یي لرله چې تر رسیدو وروسته به کار وکړي او د هغوی پیسې به بیرته ورکړي. خو ښايي په اروپا کې د پیسو ګټل دومره اسانه نه وي لکه اسلام الدین او د هغه په څیر نور افغان ځوانان چې یې فکر کوي. کډوال اروپا ته تر رسیدو وروسته باید خپل د پناه غوښتنلیک تسلیم کړي. دغه کډوال تر ډیرې مودې پورې د کار اجازه نه لري او د کډوالو یوه کمپ ته استول کیږي.

د ورکړل شویو شمیرو له مخې له وروستیو شپږو میاشتو راهیسې له افغانستان څخه د ځوانانو د تیښی کچه په بې سارې توګه لوړه شوې ده. د امنیتي وضعیت خرابیدل، د بیکاریو ډیریدل، له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل، پر راتلونکې باندې د افغانانو بې باوري او په اروپا کې د ژوند په اړه د ناسمو معلوماتو لرل، هغه لوی لاملونه دي چې له کبله یې افغانان خپل هیواد پریږدي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب