1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایران په پارلماني انتخاباتو کي اصلاح غوښتونکي بریالي سول

۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۱, شنبه

د ايران د پارلماني انتخاباتو په دوهمه مرحله کي هم اصلاح غوښتونکي په ښکاره ډول سره مخته سول. د انتخاباتو نتایج ښيي، چي جمهوررييس روحاني به ښايي په راتلونکي کال کي د یوې بلي دورې لپاره هم انتخاب سي.

https://p.dw.com/p/1IfiC
انځور: picture-alliance/AP Photo

د ايران د پارلمان د مجموعأ ۶۸ چوکیو له پاره باید بیا انتخابات تر سوي وای، ځکه چي د لمړۍ مرحلې انتخاباتو په جریان کي هیڅ چا د هغه له پاره لازم اکثریت تر لاسه کړی نه ؤ. د رایو شمیرلو تر لمړنیو نتایجو وروسته د جمهوررييس حسن روحاني متحدینو لږ تر لږه ۳۳ چوکیاني په لاس راوړي دي. محافظه کارانو ۲۱ او پاته بې طرفه کاندیدانو وړي دي. رسمي نتایجو ته د ورځي په جریان کي انتظار کیږي.

دغه انتخابات د ایران په نسبتأ غټو ښارونو لکه تبریز، شیراز او اهواز کي تر سره سوي دي. په فبروري میاشت کي د لمړۍ مرحلې په انتخاباتو کي هم معتدلو او اصلاح غوښتونکو په ښکاره ډول بریالیتوب حاصل کړی ؤ، او د ۹۵ چوکیو په گټلو سره د محافظه کارانو سره تقریبأ مساوي سوي وه، چي ۱۰۳ چوکی یې گټلي وې. د تهران ټوله ۳۰ سره چوکیاني بیا د روحاني پر شاوخوا اصلاح غوښتونکو گټلي وې.

د روحاني د اصلاحاتي تگلاري تائيد

په دواړو مرحلو کي د ښو نتایجو پر اساس منځلاري کسان هیله مندي لري، چي اوس به نو پارلمان د روحاني اصلاحاتي تگلاره تائيد کړي. په تر اوسه پارلمان کي محافظه کارانو اکثریت درلود، او د روحاني د اصلاحاتو پروگرام ته یې د شک په سترگه کتله. روحاني د یوې پرانیستي ایرانی ټولني له پاره مبارزه کوي، کوم چي پروسږکال یې د ملگرو ملتونو د امنیت شورأ د پنځو دایمي غړو او جرمني سره د اټومي پروگرام پر سر یو توافق وکړ. تر هغه وروسته په جنوري کي پر ایران باندي اقتصادي تعزیرات تر ډیره حده پوري لغؤ سول.

د بلي خوا په پارلمان کي د اصلاح غوښتونکو په پیاوړي کیدو سره د روحاني د بیرته انتخابیدو لپاره لار خلاصه سوه. د ايران د جمهوري رياست انتخابات د راتلونکي عیسوي کال په جون میاشت کي تر سره کیږي.