د ایران په کرج کې د غاټول ګلانو فیستیوال جریان لري
د ایران په کرج ښار کې د لاله یا غاټول ګلانو پنځم فیستیوال پيل شوی. د دامون پور نعمتي په نوم یو تن د دغه فیستیوال یو شمیر انځورونه دویچه ویله ته را استولي دي چې دلته تاسې ته د یوه انځوریز رپوټ په شکل وړاندې کیږي.
د ایران په کرج ښار کې د لاله یا غاټول ګلانو په کلني فیستوال کې سږ کال مينه وال په ۳۸ رنګونو کې د غاټول ګلانو ننداره کوي.
د کرج د ګلانو په باغ کې د لاله یا غاټول ګلانو فیستیوال او په مختلفو رنګونو کې د دغو ګلانو ننداره.
دغه فیستیوال هر کال د نړۍ په مختلفو ښارونو کې ترسره کیږي او د سیلانیانو پام ځانته را اړوي.
د ایران په کرج ښار کې په مختلفو رنګونو کې د غاټول ګلانو فرش.
په کانادا کې د غاټول ګلانو فیستیوال چې ادعا کوي په نړیواله کچه د غاټول ګلانو تر ټولو لوی فیستیوال دی، هر کال د می په میاشت کې د کاناډا په اتاوا ښار کې د سیلانیانو پر مخ پرانیستل کیږی.
د هندي کشمیر په سرینګر ښار کې هم هر کال د اپریل په میاشت کې د لاله په باغ کې د ګاندې د یاد تازه کولو په موخه د دغو ګلانو فیستیوال جوړیږي.
د کرج د ګلانو په باغ کې د لاله ګلانو فیستوال به د راتلونکي میاشت (می) تر پیل پورې دوام ولري.
د دغه فیستیوال په لومړیو ورځو کې ډیر شمیر سیلانیانو د کرج باغ له ګلانو او نورو زینتي نباتاتو او ګیاو څخه چې په دې باغ کې موجود دي لیدنه وکړه.
د کرج د غاټول ګلانو په فیستیوال کې د ګلانو په منځ کې قدم وهل بیل خوند لري.
د کرج په ښاروالۍ کې د پارکونو او شنه فضاء مشر اعلان وکړ چې سږ کال د تیرو کلونو په پرتله په دې فیستیوال کې د لاله ګلانو تنوع او ښلاء ډیره ده.
په کرج کې د لاله ګلانو فیستیوال جریان لري او په ایران کې د طبعیت، ښلاء، ګلانو مینه وال او سیلانیان کولی شي د می میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې د دغه فیستیوال له لیدو څخه خوند واخلي.
دغه جشنواره یا فیستیوال د می میاشتې تر لوموړۍ نیټې پورې دوام لري.