1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د «ایر فرانس» الوتکې بیړنۍ ناسته کړې

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۲۹, یکشنبه

له موریس څخه د پاریس پر لور د «ایر فرانس» هوایي شرکت یوې الوتکې د کینیا په مومباسا، ښار کې بیړنۍ ناسته کړې ده. د الوتکې په تشناب کې مشکوک شی موندل شوی ؤ.

https://p.dw.com/p/1HQfj
انځور: picture-alliance/dpa

د خبر له مخې د ایر فرانس بوینگ ۷۷۷ ډوله الوتکه د شنبې په شپه (د دسامبر۱۹مه نېټه) په مومباسا کې کښیناستلې ده. زیاته شوې ده چې د احتیاطي تدابیرو له مخې د الوتکې ۴۵۹ سپرلۍ او د عملې ۱۴ تنه له الوتکې څخه راایستل شوي دي.

د کینیا د پولیسو مشر جوزف بوینیت، ویلي دي چې د الوتکې عملې په تشناب کې د مشکوک شي تر موندل کیدو وروسته پیلوټ د دغه گام اخیستو پریکړه کړې ده. د کینیا د هوایي ډگرونو چلونکي شرکت، د ټویټر شبکې په لنډ پیغام کې لیکلي دي چې ښایي دغه څه چاودیدونکي مواد وي. زیاته شوې ده چې دغه مواد د کینیايي متخصیصنو له لوري له الوتکې څخه لیرې کړای شوي دي.

دا چې دقیقا څه شی د شک علت گرځیدلی دی، د ایر فرانس شرکت یې په هکله څه نه دي ویلي. نوموړي شرکت ویلي دي: «ایر فرانس له چارواکو سره په نزدې تماس کې دی چې څیړنې تر سره شي، تر څو د خطر سرچینه او په الوتکه کې موندل شوی شی تشخیص شي.»

د کینیا د رسنیو د رپوټونو له مخې یوه مسافر د الوتکې په تشناب کې دغه شکمن شی لیدلی دی او بیا یې د الوتکې عملې ته خبر ورکړی دی. د ایر فرانس د معلوماتو له مخې الوتکه د سیمې په وخت د شپې په ۱۲ بجو او ۳۶ دقیقو په مومباسا کې کښته شوې ده. د مومباسا د هوايي ډگر پرسونل په دې هڅه کې دي چې سپرلۍ په یوه نوې الوتکه کې د یکشنبې په ورځ خپل سفر ته ادامه ورکړی شي.

د دغې پیښې له کبله د یو څو ساعتونو له پاره نوموړی هوایي ډگر تړل شوی وو. د کینیا ایر ویز، هوایي شرکت له دې کبله مسافرینو ته مومباسا ته د تلونکو او راتلونکو الوتنو کې د ځنډ راتلو په هکله خبردار ورکړی دی.

د اکتوبر میاشتې په پای کې یوه روسۍ مسافر وړونکي الوتکه د مصر په سینا ټاپو کې راولویده او پکښې سپاره ټول ۲۲۴ تنه ووژل شول. دغه A 321 ایربوس د مصر له شرم الشیخ څخه د روسیې پر لور روانه وه. د دغې الوتکې د رالویدو مسوولیت افراطي ډلې «اسلامي دولت» پر غاړه واخیست. هغوی ادعا کړې وه چې دغه الوتکه یې د یوه بمب په واسطه راغورځولې وه، چې په وینا یې بم یې د څښاک په یوه قطۍ کې تیر کړی وو.