1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایټالیا د پخوانۍ لومړی وزیر محکومیدل

۱۳۹۱ آبان ۶, شنبه

د ایټالیا پخوانی لومړی وزیر سیلویو برلسکوني، د جمعې په ورځ د مالیاتو د نه ورکولو په تور په څلور کاله بند محکوم شو. خو یوې بلکې محکمې بیا د هغه جزا یوه کال ته راټیټه کړه. تمه کیږی چې برلسکوني به د دې حکم پر ضد عریضه وکړی.

https://p.dw.com/p/16Y3M
انځور: dapd

په همدې حال کې سیلو برلسکوني د محکمې د دې حکم له مخې د پنځو کلونو له پاره په دولتي دفترونو کې له کار څخه منع کړای شوی دی. برلسکوني د دې له کبله په پنځه کاله بند محکوم شوی دی چې د هغه یوې کمپنۍ چې «مدیاست» نومیږي د مالیاتو له ورکولو څخه تیښته کړې ده. پر هغه باندې تور لگول شوی دی چې کمپنۍ یې په ساختگي توگه د یوه فلم د توزیع د حق بیه لوړه کړې ده.

کله چې د برلسکوني په اړه دا پریکړه وشوه نو هغه په محکمه کې حاضر نه وو. ښايي هغه د دې پریکړې پر ضد خپله عریضه وړاندې کړي. د ایټالیا د قانون له مخې یو وگړی کولای شي چې د یوې پریکړې تر وروستي تصدیق پورې د هغې پر وړاندې عریضه وکړي.

کله چې برلسکوني په څلور کاله بند محکوم شو د میلان د ښار محکمې د هغه د بند سزا یوه کال ته راټیټه کړه. دا لومړی ځل دی چې برلسکوني په محکمه کې په زندان محکومیږي. تر دې مخکې په نورو محکمو کې پر هغه باندې لگیدلی تورونه باطل اعلان شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې برلوسکوني ویلي وو چې نه غواړي د ایټالیا په راروانو ټاکنو کې گډون وکړي.

مسعود جهش (AFP, AP, Reuters)
کتونکی: سید ریاض