1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ایټالیا پولیسو د انساني قاچاقبرانو «داعشي» مشر نیولی دی

آژانسونه / م.ک.ص.۱۳۹۵ مرداد ۱۶, شنبه

د ايټالیا پولیسو اته تنه بهرنیان نیولي دي چې د ځينو شواهدو له مخې مشر یې د «اسلامي دولت» تروریستي ډلې سره تړاو لري. دغه کسان د انسانانو په قاچاق او د قانوني اسنادو په جعل باندې تورن دي.

https://p.dw.com/p/1JchO
Italien Polizei Kontrolle
انځور: picture alliance/AP Photo/Telenews

چارواکو تراوسه د تروریزم او د انساني قاچاق تر منځ د هر ډول اړیکي شتون رد کړې وو.

د ایټالیا پولیس وايي چې نیول شوي کسان د بهرنیو هیوادونو اتباع دي چې د پاکستان او شمالي افریقا هیوادنو مهاجرو ته یې جعلي اسناد او قراردادونه جوړول تر څو یې له دې لارې هغو ته د کار ویزي ترلاسه کړي وي.

دغه کسان د قانوني اسنادو د جعل او غیر قانوني مهاجرت کې په لاس لرلو تورن دي.

د پولیسو یوه افسر ګسیپ ګاورنال، د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د دغې جنایتکاره ډلې مشر ۴۱ کلن تونسي، «کامل خمیري» دی. دغه کس د ایټالیا د امنیتي ادارو تر څار لاندې وو.

خمیری تر دې وړاندې د مخدره موادو د قاچاق او په ایټالیا کې د بریدونو د قصد لرلو په تور نیول شوی وو. هغه اوس د تروریستي جرمونو په تړاو د پولیسو تر تحقیق لاندې دی.

د داعش غړیتوب

ګاورنال وویل، چې مظنون په یوه فیسبوکي پیغام کې د «اسلامي دولت» تروریستي ډلې ته د وفادارۍ اعلان کړی دی. دغه تونسي کس په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي دي:« زه د مرګ تر وخته د «اسلامي دولت» یو غړی یم، که زه مړ شوم له تاسو غواړم چې غړیتوب ترلاسه کړي». هغه د دغه پیغام تر څنګ، د فرانسې بیرغ هم په داسې حال کې چې تر پښو لاندې کړل شوی دی؛ خپور کړی دی.

ایټالیايي چارواکي وايي چې خمیري په اروپا کې د ورستیو تروریستي پیښو په تړاو جشن نیولی وو. په تروریستي پیښو کې یوه هم د فرانسې په نیس ښار کې د تیرې میاشتې پیښه ښودل شوي، چې د « اسلامي دولت» ډلې د یوه غړي لخوا ترسره چې ۸۵ تنه په کې ووژل شول.

تروریزم او مهاجرت تر منځ تړاو

د ايټالیا د تروریزم پر وړاندې د مبارزې د پولیسو مشر فرانکو روبرتي، یوه سیمیز خبري آژانس ته ویلي دي چې « د دغې دوسیې تحقیق په ډاکه کوي چې د دې خطر شتون لري چې جهادي ډلې د انسانانو د قاچاق په کنترول کې هم لاس ولري».

د ایټالیا حکومت مخکې تر دې د تروریزم او د مهاجرت تر منځ د هر ډول اړیکو لرل نادیده نیول او حساب يې پرې نه کاوو، خو د چهارشنبې په ورځ د دغه هیواد د عدلیې وزیر اندریا اورلاندو پارلمان ته وویل چې د «اسلامي دولت» ډله کولای شي د انسانانو په قاچاق کې هم لاس ولري.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (13.05.2016):