1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اېران داټومي پروګرام په مقابل کي نړۍ ولي بې اعتماده ده

۱۳۸۷ بهمن ۱۴, دوشنبه

د اېران اټومي پروګرام ته د نړۍ توجه په 2002 مېلادي کال واوښتل پدغه کال د بعضي هيوادونو استخباراتي ادارو د اټومي انرژۍ نړيوالي ادارې ته معلومات ورکړل چي اېران د يوارنيم په غني کولواخته دی .

https://p.dw.com/p/GlnQ
د ايران بيرغ
د ايران بيرغانځور: AP

په رشتيا هم يوکال وروسته د اېران د نتنز په اټومي بټۍ کي د غني سوو يوارنيمو نخښې پيداسوې . نړۍ وال هغه وخت لا ډير ځير سوه کله چي معلومه سوه چي اېران داتلسو کالو راهيسي په پټه اټومي پروګرام پر مخ بيايي . همدا ؤ چي نړۍ والي ټولني د اېران څخه غوښتنه وکړه چي په دې اړه خبرو ته تيار سي . ترکومه وخته چي په اېران کي اعتدال غوښتونکي قوتونه واکمن وه، د اېران سره خبري اترې مشکلي نه وې . د خبرواترو لار هغه وخت مشکله سوه کله چي په 2005 مېلادي کال ښاغلی احمدي نژاد جمهوررييس سو . ښاغلي احمدي نژاد يوه تندلاره پاليسي انتخاب کړه، او هيڅ ډول سازش ته تياری نه ښيي .

احمدي نژاد خپل دريز داسي بيانوي :

«موږ خپل حقوق يوازي د اټومي وسلو د بنديز د تړون په چوکاټ کي غواړو . نه ډير او نه هم کم .»

دايران دغه دليل تر اوسه پر خپل ځای پاته دی . ځکه چه داټومي وسلو د بنديز دتړون له مخي اېران اجازه لري چي د څېړنيزو علمي او د سوله ايزه مقاصدو دپاره د اټومي بټيو څخه کار واخلي . ددغه تړون په چوکاټ کي ايران د موادو او معلوماتو د بدلولو اجازه هم لري . خوکله چي امريکا پر اېران باندي دغه قانوني لار وتړل ،او بنديزونه يې پر ولګول، نو اېران په پټه د پاکستان څخه اټومي پوهه او معلومات تر لاسه کړل . داپداسي حال کي چي پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کي د امريکا لانجمن ملګری هم دی .

پداسي حال کي چي اېران د جلاتوب او تجرېد سره مخامخ دی، خو بيا هم احمدي نژاد دخبرو هغو وړانديزونو ته د شک په سترګه ګوري کوم چي د لوېديځ لخوا ورته کيږي .احمدي نژاد وايي :

«دوی داسي فکر کوی چي د يوه څلور کلن کوچني سره مخامخ دي . دوی فکر کوی چي دغه کوچنی به په يو څو خوږو او پليو خطاوزي، اودهغه سره زر به ورڅخه واخلي . موږ د اروپايانو مرستې ته ضرورت نه لرو. موږ کله ستاسو څخه دکومک غوښتنه وکړه؟ موږ ستاسو څخه هيڅ شی نه دی غوښتی، تاسو ولي زموږ څخه غوښتنه لری چي موږ د تکنالوجۍ د پرمختګ څخه د کاراخېستو څخه پر شا سو ،کوم چي زموږ حق دی . د ايران اولس به د يوانيمو غني کول نه وځنډوي او نه به يې ودروي . »

ايران اوس دسېنټريفوژ تکنالوجي هم په کار اچولې ده کوم چي د اټومي موادو په غني کولو کي په کار اچول کيږي . د اېران د اټومي پروګرام پر ضد تر اوسه پوري د ملګرو ملتو د امنيت شورا څلور پرېکړي کړيدي ،چه ايران يې هيڅ پروا نده کړې .په اېران کي بيا خلګ په هغه باندي وياړکوي ،او اکثريت يې طرفداره دي .