1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بادغيس د پيښي جزيات اوس څرګند سول

۱۳۸۹ شهریور ۳, چهارشنبه

پېښه نن سهار وروسته له هغه رامنځ ته سوه چي يو افغان عسکر پر خپلو بهرنيو روزونکو باندي ډزي وکړي او دوه تنه يې ووژل چي وروسته دی خپله هم ووژل سو تر پيښي وروسته قهرجنو خلکو د ناټو پريوې هډې باندي حجوم وروړی.

https://p.dw.com/p/OvfB
سيمه ايزخلکو د لسګونو لاريون کونکو د مرګ ژوبلي خبري کوي.
سيمه ايزخلکو د لسګونو لاريون کونکو د مرګ ژوبلي خبري کوي.انځور: AP

د بادغيس په پيښه کي ناټو د خپلو دووتنو عسکرو پر وژنه سربيره د يوه افغان پوليس اوبل ملکي تن وژنه ومنل.

پيښه که څه هم تر غرمې وروسته د ولسي خلکو او دولتي عسکرو په اخو ډب واوښتله او ۱۸ تنه ملکيان پکښي ټپان سوي چي د دوو تنو روغتيايي حالت نازک دی.

په بادغيس کي د وروستي تاوتريخوالي په وجه په افغانستان کي د ناټومرکزي دفترد يوې اعلامې په خپرولوسره ويلي دي چي د يوه افغان پوليس په ډزو د ناټو دوه عسکرمړه سوي.

اعلاميه وايي چي وژل سوي اسپانوي عسکر په باد غيس کي د اسپانيې هيواد د ولايتي بيا رغوني په ډله کي يې دنده تر سره کوله.

پيښه د چارشنبې په ورځ د بادغيس په مرکز قلعه نو کي رامنځه سوه، چي د غرمې وروسته د ښارامنيتي وضعيت بيرته ښه سوی دی.

د بادغيس د والي دلبرجان ارمان په خبره پيښه سهارد يوه افغان پوليس د ډزوله کبله رامنځته سوه، چي په قلعه نو کي د ميشتو اسپانوي ځواکونو له خوا ترروزني لاندي و.

سيمه ايزخلکو د لسګونو لاريون کونکو د مرګ ژوبلي خبري کوي. خو د بادغيس دعامي روغتيارئيس ډاکټرصادق سبا روغتون ته د ۱۸ټپيانو دورتګ خبرتائيدکړ.

«د لاريونکونکو ۱۸تنه ټپيان روغتون ته راغلي چي د ۲ تنو روغتيايي حالت نازک دی نور۱۶تنه نسبتاً ښه تردرملني لاندي دي»

د بادغيس پيښه چي د پيچلتيا له کبله يي لاخبري رسنيوته ټول جزيات ندي څرګند د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي يي مسوليت په غاړه اخستی.

هغه په یوه ټليفوني تماس کي يي دويچه ويلي المان ږغ راډيو ته د ناڅرګند ځايه وويل چي د غلام سخي په نوم يوه افغان پوليس د دوی له خوا په دنده ګمارل سوی وه ۴بهرني او ۸ کورني پوليس يي ووژل.

دولتي چارواکو دا منلې ده چي په پي ارټي کي بريدکونکی غلام سخي نوميده ولي ويلي يې دي چي نورجزيات ترتحقيق دمخه نه ورکو.

شريف شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل