1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بارک اوباما دافغانستان مختلفي طرحي

۱۳۸۸ آبان ۲۲, جمعه

د امريکا جمهور ريس اوباما د آسيا د سفر څخه لږ څه دمخه دخپلو مشاورينو سره په افغانستان کښی ددوی د راتلونکولارو چارو په باب خبري وکړې ، چه د قواوو تر اضافه کيدو نور مسايل هم پکښي شامل وه

https://p.dw.com/p/KVzX
جمهور ريس بارک اوباما ټوکيو ته درسيدو پر وختانځور: AP

اصلي خبره داده چې ايا افغانستان ته نور پوځيان وليږل شي او که نه ! امريکا نه غواړي چې د نامعلوم وخت د پاره په افغانستان کې پاتي شي همدغه خبره بايد سړي د افغانستان حکومت ته په ډاګه کړي ، پورتنې خبري د سپيني ماڼي په يو رپوټ په ډاګه شويدي ، د امريکا جمهور ريس د اتم ځل دي چې په لږ وخت کې د افغانستان د مسايلو په اړه د خپلو مشوره چيانو سره خبري کوي ، داسي معلوميږي چې د امريکا جمهور ريس د افغانستان د راتلونکي دپاره سياسي پولي په ګوته کړي دي ، او غواړي چې د افغانستان په حکومت فشار راوړي چې خپلي مسلي را کابو کړي ، د بلي خوا نه اوباما د امريکا سفير په افغانستان کې کارل ايکن بيري د خبرو په اړه چې تيره اونۍ يې کړي وي ، او اوس په ډاګه شويدي ، افغانستان ته د نورو زياتو پوځيانو د ليږلو په تړاو ډير باوري ندي ! تر څو پوري چې د افغانستان جمهور ريس حامد کرزي په کلکه د بډو او د ناکامه حکومتي مينجمينټ په اړه کوټلي قدمونه وانخلي ، د افغانستان د نوي ستراتيژي د عملي قدمونو په اړه تقريبآ دوه نيمي مياشتي کيږي چې ، خبري اتري رواني وي ، تر څو چې په افغانستان کې د جګړي د مخکي تګ لاري په ګوته کړي ، د پورتنې جګړي نوم په اصل کې د اوباما د نوم سره تړلي دي سياسي څارونکي وايې چې ، کله چې اوباما د اشيا د سفر نه په 19د نوامبر راواپس شي ، نو پدي هکله به يوه فيصله اعلان کړي ، همدغه خبره د پوځيانو لوي مشر جنرال داويد پيټروس هم تصديق کړيده ، پدي هکله د جنرال پيټروس خبرو ته غوږ شي و اوټون..... مونږ د مهمو څيزونو فيصلي ته رانژدي شوي يو او فکر کوه چې دا ډيره مهمه ده ، چې مونږ خلکو ته دا په ياد راوړو چې مونږ ولي په افغانستان کې يو ، او هغه داچې ، مونږ نه غواړو چې دغه هيواد بيا د القاعده د دوباره راتلو ځاي وګرځي ، کوم چې د يوولسم د سپټمبر د پيښي لارښودي او مجرمان دي ، تر اوسه پوري په افغانستان کې 68000امريکايې پوځيان ځاي په ځاي شويدي ، د نوي ستراتيژي او د نورو پوځيانو د ليږلو په صورت کې د امريکا د ورځپاڼو د معلوماتو په حواله ، څلور ټکي د پام وړدي ، په لمړي قدم کې به اضافه لسو زرو نه تر څلويښت زرو پوځيانو پوري افغانستان ته وه ليږل شي ، ، پدي هکله واشنګټن پوست ليکي چې د شلو زرو پوځيانو پوري سړي کولي شي چې د خلکو نه ډکي سيمي په افغانستان کې د کنترول لاندي راوستلي شي ، او په کومو ځايونو کې چې ډير خلک نه اوسيږي هلته بايد د طالبانو په ضد د بي پيلوټه الوتکو په واسطه جګړه مخکي لاړه شي ، د ديرش زره نه تر پنځه ديرش زرو پوځيانو پوري د امريکا د دفاع د وزير د يوي خبري په تړاو کيداي شي چې د پورتنې شميرنې په نظر کې نيولو سره مونږ د جنرال مک کرسټل خبري ته ورنژدي شوي يو ، چې د همدومره پوځيانو د زياتيدو هيله يې څرګنده کړي وه ، پدي هکله د نورو هيوادونو د پوځيانو مرستي او ملاتړ ته هم اړتيا بريښي ، مک کرسټل په اصل کې څو موده دمخه د څلويښت زرو پوځيانو غوښتنه کړي وه ، او ويلي يې وه چې ، د پورتنې شميرني په نظر کې نيولو سره کيداي شي چې د افغانستان په نورو 12 ولايتونو کې امن او امنيت راسي .

پاولرټ/ ګرديوال

کتونکی : محمد قاسم نوري