د بارک اوباما د ولسمشرۍ دوره په انځورونو کي
د بارک اوباما د ولسمشرۍ دوره پای ته رسيږي. دويچه ويله د هغه اتو کلونو ته يوه ځغلنده کتنه کړې ده. تاسئ يې د واکمنۍ د دورې يو څو مهمې شيبې په دې انځورونو کې کتلائ شئ.
«بالاخره خپل هدف ته رسيدل»
د ۲۰۰۹م کال د جنورۍ ۲۰ نېټه د امريکا په تاريخ کې يوه مهمه ورځ ده. په دې ورځ بارک اوباما، د دې هيواد تر بنسټ ايښودو۲۳۰ کاله وروسته د لومړي تور پوستي ولسمشر په توګه لوړه وکړه. په داسې حال کې چي مشهوري پاپ سندرغاړي بيونسې «بالاخره خپل هدف ته ورسيدې» سندره ويله، د امريکا ۴۴ ولسمشر او ميرمن یې، د ولسمشر او لومړۍ ميرمن په توګه ورته لومړۍ نڅا کوله.
په بحران کې ښکيل هيواد
د اوباما د ولسمشرۍ دوره له ستونزو ډکه وه. امريکا د تيرو ديرشو کالو ناوړه اقتصادي بحران سره مخامخ وو. د غير منقوله جاييدادنو په شتمنو کې افلاس رامنځته شوی وو او د کورونو د خرڅلاو بازار ګډوډ شوی وو او د يوه نړيوال اقتصادي بحران خطر متوجې وو. واک ته تر رسيدو لږ وروسته اوباما د ۸۰۰ ميلياردو ډالرو په ارزښت د پانګه اچونې يو پروکرام لاسليک کړ.
د ۲۰ ميليونو امريکايانو له پاره د روغتيا بيمه
د ۲۰۱۰م کال په مارچ مياشت کې اوباما د انتخاباتي مبارزې يوه اصلي ژمنه پر ځای کړه. ده د روغتيايي چارو د سمښت قانون په لاسليک کولو سره د کابو ۲۰ ميليون امريکايانو د روغتيا بيمه تضمين کړه. د «اوباما د محافظت» په نوم د اساسي قانون دا اصلاحات لانجمن دي او تر اوسه يې پر ضد ډيري دعوې شوي دي. ټاکل شوي ولسمشر دونالد ترمپ دا د «امريکايانو له پاره بار» وباله او غواړي ځينې برخې یې لغو کړي.
د جګړو پر وخت د نوبل د سولي جايزه
په سپينه ماڼۍ کې يې لا کال هم نه وو پوره چې د نوبل کميټې اوباما د «ولسونو ترمنځ د تفاهم له پاره د هلو ځلو» په سب د نوبل د سولي په جايزه ونازوه. دې کار په ټوله نړۍ کې قهر او غوسه راوپاروله. اوباما د دوو جنګونو او د بې پيلوټه الوتکو د پروګرام د پراخولو مسئوليت لري چې د سونو ولسي وګړو ژوند يې اخيستی.
د يوه پخواني دښمن وژنه
تر لسو کالو لټون وروسته د امريکا ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۱م کال په می میاشت کې اسامه بن لادن په پاکستان کې وواژه. د القاعدې ترهګرې شبکې دغه مشر پر نورو سربيره ښايي په ۲۰۰۱م کال کې د امريکا پر تجارتي مرکز د بريد مسئوليت هم لاره. اوباما د اسامه بن لادن د وژل کيدو اعلان په يوه ژوندۍ تلويزيوني خپرونه کې وکړ.
له «نوي پيل» تر ترنګلو اړيکو
اوباما د ولسمشرۍ د دورې په پيل کې د امريکا او روسیې د اړيکو له سره د پيلولو په برخه کې د مرستي ژمنه وکړه. په ۲۰۱۰م کال کې نوموړي حتی د روسیې د هغه وخت د ولسمشر ميدويديف سره په شريکه همبرګر هم وخوړ. خو د روسیې له خوا د کريميا د نيمه ټاټو الحاق، د سوریې د واکمن بشارالاسد ملاتړ او په دې وروستيو کې د روسيې هکري بريدونو د دواړو هيوادونو اړيکې په دوامداره توګه زيانمن کړي.
د مهاجرت په قوانينو کې اصلاحات
بارک اوباما د ولسمشر د ځانګړو اختياراتو څخه په ګټي سره هغو غير راجستر شويو مهاجرو ته په امريکا کې د پاتيدو اجازه ورکړه چې دلته یې لوړي زده کړي کړي وې او يا يې پوځي خدمات سر ته رسولي وي. خو د هيواد ستري محکمې څلور کاله وروسته دا پريکړه لغو اعلان کړه.
يوه بله څلور کلنه دوره
د ۲۰۱۲م کال په نوامبر مياشت کې امريکايانو اوباما يووار بيا انتخاب کړ. دی تر مخالف کانديد مت رومني د کمو رايو په اکثريت مخکې شو. د ولسمشرۍ په خپله دويمه دوره کې ده د همجنسبازانو حقونو، چاپيريال ساتنې، د مهاجرت او د وسلو د قوانين اصلاحاتو ته په خپله اجنډا کې لومړيتوب ورکړ.
د بوډۍ د ټال رنګونه
اوباما د امريکا متحدو ايالاتو لومړی ولسمشر دی چې د همجنسبازانو د ودونو له پاره يې کار وکړ. ده په لومړي ځل د ۲۰۱۲م کال په ټاکنيزه مبارزه کې په واضح توګه د دې ودونو په پلوۍ خبري وکړې. د امريکا ستري محکمې د ۲۰۱۵م کال په جون مياشت کې د همجنسبازانو د ودونو اجازه ورکړه. پر دې د خوښي په توګه سپينه ماڼۍ د بوډۍ د ټال په رنګونو رڼه شوه.
کيوبا ته ښه راغلاست
اوباما له کيوبا سره اړيکې بیرته را ژوندۍ کړې. دغه هيواد په کلونو کلونو د امريکا له خوا له بنديزنو کړېدی. اوباما د ۲۰۱۶م کال په مارچ مياشت کې په ۸۸ کالو کې د لومړي امريکايي ولسمشر په توګه د کيوبا پر خاوره قدم کښېښود. خو د ولسمشر راول کاسترو سره يې خبري اترې لا په ۲۰۱۴م کال کې پيل کړي وې. په هوانا کې د امريکا سفارت بیرته پرانستل شو او د کيوبا پر وګړو د سفر بنديزونه لغو شول.
ډير ښه ساعت تيرونکی
بې تفاوته ده چې دی د «Tonight Show » مېلمه وو او که د څاخ ګالفيانکس سره د «Between Two Ferns» په تلويزيوني خپرونه کې راڅرګند شوی وو، په هر پروګرام کې يې د يوه ښه ساعت تيرونکي په توګه خپل هنر ښکاره کړی. د «سپينې ماڼۍ د خبريالانو په ماښامنۍ» کې يې هر کال د پلازمينې خبريالان ښه خندولي.
د امريکا د ستري محکمې لومړۍ لاتين امريکايي قاضۍ
بارک اوباما الينا کاګان او سونيا سوتومايور، دوې ښځې د امريکا په ستره محمکه کې د قاضيانو په توګه وګومارلې. سوتومايور هغه لومړۍ لاتين امريکايي ميرمن ده چې دا مقام ترلاسه کوي. خو سنا مجلس د يوې بلې ښځې میرک ګيرلند، چې اوباما د ستري محکمې دې مقام ته ټاکلې وه، د دندې د ترسره کولو مخه ونيوله.
له تبعيضه پاکه ټولنه
د ولسمشر په توګه د اوباما انتخاب ډير وخت د «نژاد پالنې وروسته» د امريکا نښانه ګنل کيږي. خو اوباما په زغرده د ټولني د نژاد پالني د تمايل يادونه نه کوي. ډير امريکايان ناهيلي دي. د الاباما ايالت سيلما ښار د ولسي غورځنګ يو سنبول ګرځيدلی. تر هغه ۵۰ کاله وروسته چې پوليسو پر يوه سوله ييز لاريون ډزي کړي وي، د ۲۰۱۵م کال په مارچ مياشت کې د دې ورځ د يادون په غونډه کې اوباما ومنله چې اوس هم ډير کار بايد وشي.
د ګوانتنامو زندان ونه تړل شو
اوباما د ولسمشر پر ځانګړو اختياراتو سربيره هم ونه شو کولای د ګوانتنامو پوځي زندان وتړي. د اوباما له نظره دغه زندان د امريکا له بسټيزو اصولو سره په ټکر دی. تر لسو له ډېرو کلونو راهيسې هلته زندانيان شکنجه کيږي او بې له کومې قضايي پريکړې ساتل شوي دي. اوس هم په دغه زندان کې په لسونو انسانان بنديان دي.