1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بالکان مسیر د بندیدو یو کال پوره شو

۱۳۹۵ اسفند ۱۹, پنجشنبه

د ۲۰۱۶م کال د مارچ میاشتې پر نهمه سلوانیا، کرواسیا، مکدونیا او سربستان هیوادونو خپل سرحدونه د مهاجرو پر مخ وتړل. خو تر هغه وروسته څه پېښ شوي؟

https://p.dw.com/p/2YtTD
Flüchtlinge am kroatisch-slowenischen Grenzübergang Harmica Rigonce
انځور: picture-alliance/PIXSELL

تیرکال د مارچ ماشتې پر ۹ د بالکان مسیر هیوادونو په خپلو سرحدونو کې د کنترول په سختولو سره د مهاجرو د راتګ لاري بندي کړې. خو د دغو لارو تر بندیدو وروسته څه وشول؟

د ۲۰۱۶م کال د مارچ میاشتې پر۱۳نیټه د آلمان د زاکسن-انهالت، راین لنډز-فالڅ او بادن- وورتمبرګ په ایالتي ټاکنو کې د AfD یا د آلمان له پاره بدیل ګوند، د مهاجرت د بحثونو په پام کې نیولو سره وتوانید چې په ايالتي ټاکنو کي ډېري چوکۍ وگټي.

د ۲۰۱۶م کال د مارچ ميشاتي پر ۱۸ نیټه اروپایې اتحادیه له ترکیې سره د مهاجرت د یوه پاکیټ پر سر موافقې ته ورسیده. د دغې موافقتنامې پر بنسټ هغه مهاجر چې له ترکیې څخه یونان ته رسیږي، ترکیه مکلفه ده چې دغه کسان له یونان څخه بیرته ومني او په بدل کې یې اروپایې اتحادیه باید د هر یو سوریایې مهاجر په بدل کې چې ترکیه یې له یونان څخه بیرته اخلي، یو بل سوریایې مهاجر په قانوني توګه د اروپایې اتحادیې یوه غړي هیواد ته ولیږدوي.

د همدې کال په جولای میاشت کې: په یوه اونۍ کې دوو داسې کسانو چې د مهاجر په توګه آلمان ته راغلي ول، د آلمان په بایرن ایالت کې ترهګریز بریدونه وکړل. په لومړۍ پیښه کې چې د آلمان په ورڅبورگ کې رامنځته شوه یوه ۱۷ کلن مهاجر پنځه تنه ټپیان کړل چې دغه کس هم بالاخره د پولیسو له خوا په ډزو ووژل شو. په دویمه پيښه کې یوه ۲۷ کلن په ځان پورې تړلي چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او ۱۵ تنه یې ټپیان کړل. دغو دوو پیښو په آلمان کې د امنیت په اړه تاوده بحثونه راپورته کړل.

د سپټمبر پر ۱۹: د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل په برلین کې دا ومنله چې په ۲۰۱۵م کال کې آلمان ته د مهاجرو هجوم په موقتي ډول تر کنترول وتلی وو.

د ډسمبر میاشتې پر ۱۹: په برلین کې د کریسمس پر بازار د لارۍ موټر برید په پایله کې ۱۲ تنه ووژل شول. د دغه برید ترسره کوونکی هم یو تونسی وو چې د مهاجر په توګه آلمان ته راغلي وو او د پناهغوښتنه یې رد شوی وه. تر دغې پيښې وروسته له رد شوو مهاجرو سره د چلند په اړه بحثونو تر بل هر وخت ډیر زور واخیست.

د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ ۶: د کډوالو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان له خوا د ورکړل شوو موقتي ارقامو له مخې په ۲۰۱۶ کال کې تر ۵۰۰۰ ډیرو کسانو اروپا ته د ځان رسولو په هڅه کې په مدیترانه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د جنورۍ ۱۱: د آلمان د کورنیو چارو وزارت په حواله تیر کال(۲۰۱۶ م) ۲۸۰ زره کسانو په آلمان کې د پناه غوښتنلیکونه وړاندي کړي دي.

د فبرورۍ ۳: په يوه پلان سره اروپا غواړي د مدیترانې پر سمندر د دغې اتحادیې غړو هیوادونو ته د راتلونکو غیر قانوني مهاجرو مخه ونیسي. د اروپایې اتحادیې حکومتي او دولتي مشرانو دې هدف ته د رسیدولو له پاره په مالتا هیواد کې د یوې سرمشریزې په ترڅ کې موافقه وکړه چې له شمالي افریقا څخه د اروپا پر لور به د مدیترانې مسیر قطع یا وتړي.

د فبرورۍ پر ۹: د آلمان صدراعظمي او د ایالتونو لومړیو وزیرانو موافقه وکړه چې د رد شویو مهاجرو د عاجل او په دوامداره توګه بیرته ستنولو په برخه کې به په جدي ډول ګډ کار وکړي. 

د آلمان د حکومت په حواله تیر کال ۲۳۸۸۶ تنه پناغوښتونکي په الوتکو او ۱۳۷۶ تنه د ځمکي له لاره او ۱۱۳ تنه په کښتيو کې بیرته خپلو هيوادونو ته استول شوي دي.

د فبرورۍ پر ۲۲: د ۲۰۱۶م کال له پای راهیسې د دریم ځل له پاره رد شوي افغان مهاجر په ډله ايزه توګه په الوتکو کې افغانستان ته واستول شول.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمیزیر، د افغانانو د اخراج له دغه شخړیز پریکړې څخه په دفاع کولو سره دغه عمل توجه کوي. خو انتقاد کوونکي بیا وایې چې افغانستان یو امن هیواد نه دی.

نو له هغه وخت راهيسي چي اروپا ته د پناه وړونکو پر مخ د بالکان هیوادنو سرحدونه تړل شوي دي، پر دغه لار اوس هم په زرونو مهاجر په موقتي کمپونو کې اورپا ته د تگ شپې او ورځي تيروي.

د دوی ډېری تر ډيرو سختو شرايطو لاندي ژوند کوي. په بلگراد کې خو په يوه زاړه تمځای کي په سونو مهاجر راټول شوي چې د فعالانو په خبره ټول ژمی يې پر کارتونو تير کړ.