1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د بالکان پر لار له مهاجرو سره زورزياتی کيږي»

۱۳۹۶ فروردین ۱۷, پنجشنبه

اوس هم ډیر مهاجر لویدیځي اروپا ته د رسیدو په تمه د بالکان په هیوادونو کې پراته دي. ځيني غیر دولتي سازمانه وايي چي په دغو هیوادونو کې مهاجر وهل کیږي، تښتول کیږي او غیر انساني چلن ورسره کیږي.

https://p.dw.com/p/2anR0
Griechenland Mazedonien Flüchtlinge bei Idomeni
انځور: Getty Images/D. Kitwood

ځيني غير دولتي سازمانونه دي نتیجې ته رسېدلي دي چې د بالکان پر لار هیوادونو کې له مهاجرو سره تاوتریخوالی، ظلم او غیر قانوني چلن کیږي.

په هغه رپوټ کې چې ټاکل شوې ده نن د پنجشنبې په ورځ (د اپریل میاشتې ۶) په برلين کي د اکسفام، د بلګراد د بشري حقونو مرکز او مقدونیا د ځوانو وکیلانو ټولني له خوا رسمي وړاندي شي، پکښې اروپا ته پر لار د ډېرو مهاجرو دردونکي کیسې راغلي دي.

هغه انسانان چې له جګړو تښتېدلي دي، پر لار ډبول شوي، یرغمل شوي او له غیر انساني چلن سره مخامخ شوي دي.

پر اروپایې ټولني د اقدام غږ

دغو درو واړو غیر دولتي سازمانونو له سربستان، مقدونیا، کرويشا، هنګري او بلغار څخه غوښتي دي چې له مهاجرو سره دې د بشري حقونو له معیارونو سره سم چلن وکړي.

د بحران او شخړو په برخه کې د اکسفام ادارې د آلماني څانګې مشاور روبرت لنډنر وایې: «آیا هغه انسانان چې په خپل هیواد کې د نه زغملو وړ زورزیاتي څخه تښتیدلي دي، باید دلته په اروپا کې یو وار بیا له بې رحمانه زورزیاتي سره مخامخ شي.»

د لندنر په خبره نوموړي هیوادونه باید په دې برخه کې اقدام وکړي چې د دا ډول پيښو عاملین محاکمه شي. اورپایې اتحادیه هم باید په دې برخه کې ډاډ ترلاسه کړي چې د دغې اتحادیې په غړو هیوادونو کې د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو ارزښتونو ته درناوی کیږي.

د دغه رپوټ د چمتو کولو په ترڅ کې ۱۴۰مهاجر پوښتل شوي دي. د دغه رپوټ پر بنسټ په هنګري کې مهاجر دې ته مجبوره کړل شوي دي چې ځانونه لوڅ کړي او په واورو کې کښیني او پولیس یې پر سر یخې اوبه ور واچوي.

په بلغاریا کې پولیسو له یوې ډلي مهاجرو څخه ټول قیمتي شیان اخیستي دي او بیرته یې له سرحده هاخوا اړولي دي. د یوه افغان مهاجر په حواله دوی له یو شمیر نورو مهاجرو سره یوځای په یوه پنجره ډوله زندان کې اچول شوي او درې ورځې یې ورته خواړه نه دي روکړي. پر دې سربیره دوی برقي شکنجه کیدل.

د دغه رپوت پر بنست په کرويشا کې پولیسو مهاجر مجبوره کړي دي چې جامې او څپلې وباسي او بیرته د سربستان د سرحد پر لور منډي ووهي. همدارنګه پولیسو مهاجر په ډنډو وهلي دي. ویل کیږي چې حتی ماشومان هم له ناوړه چلن سره مخامخ شوي دي.

د نوموړي رپوټ پر بنسټ، د دې تر څنګ دغه مهاجر د پناه غوښتني مناسب امکانات هم نه لري. په ډیرو مواردو کې دوی «په غیر قانوني ډله اېزه توګه ایستل کیږي».

زموږ له ارشيف څخه: