1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بايرن لوبډلي پای لوبي ته لار پيدا کړه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۷, پنجشنبه

د اروپا د قهرمانانو(Champions League) د فوټبال په سياليو کي د المان د بايرين مونشن لوبډلي د هسپانيې د ريال مادريد لوبډلي ته په نيمه پای لوبه کي ماته ورکړه.

https://p.dw.com/p/14lCY
انځور: Reuters

د هسپانيې په پلازمېنه مادريد کي د تيري شپې د فوټبال لوبه د اروپا د دوو پياوړو کلپونو بايرين مونشن او ريال مادريد لوبډلو تر منځ په داسي حال کي تر سره سوه، چي شاوخوا ۹۰زرو ليدونکو يې په لوبغالي کي ننداره کوله.

د ريال مادريد لوبډله د لوبي په لومړۍ نيمايي کي داسي پياوړې ښکارېده، چي اټکل کېدئ د لوبي ترپايه به همدغسي پاته سي او لوبه به پخپله گټه پای ته ورسوي.

د لومړۍ نيمايي په لومړيو ۱۶ دقيقو کي د ريال لوبډله په دې وتوانېده چي مونشن ته ۲ گوله ورکړي او لوبه پخپله گټه پر مخ يو سې.

خو د بايرين مونشن لوبډلي چي ترشا ئې يوه لوبه گټلې هم وه لږ ډاډه ښکارېده او خپلي لوبي ته ئې دوام ورکړ. او په دې ونتوانېدله چي مقابل گول تر حملو لاندي ونيسي او یو گول ووهي. همداسي هم وسوه تر درو څلور حملو وروسته ئې د ماريو گوميڅ سره د فول په خاطر يوه يولس متره ترلاسه کړه او روبين له هغه څخه گټه واخيسته او لوبي يو د دوه په وړاندي بدلون وموند.

د لوبي دوهمه نيمه هم همداسي يوه د دوه په وړاندي د مادريد په گټه پای ته ورسېدله، چي بيا نو نيم ساعت نور وخت ورکړل سو او هغه هم همداسي بې نتيجې پای ته ورسېدی.

د لوبي په پای کي بايد نو يوولس متره ووهل سي، چي دلته نو بايرين مونشن لوبډلي خپل چانس له لاس ورنه کړ او گول ساتونکي ئې دواړه لومړي يوولس متره چي د مادريد د پياوړو لوبغاړو کريستيانو رونالدو او کاکا له خوا شوټ سوې را وگرځولې.

د بايرين مونشن د لوبغاړو لام او کروس هم دوې يوولس ميتره د مادريد لوبډلي گول ساتونکي را وگرځولې. خو ورسته بيا مادريد يوه بله يوولس متره د گول تر سر واړوله او بايرين مونش ته بيا يو چانس اضافه پاته سو چي دا ځل ئې نو دغه چانس له لاسه ورنه کړ او لوبه ئې په خپله گټه پای ته ورسوله.

اوس به نو بايرن مونشن لوبډله په خپل لوبغالي کي د جون د مياشتي پر ۱۹ نېټه په پای لوبه کي د انگلستان د چلسي لوبډلي سره لوبه کوي او د ۲۰۱۲ کال د اروپا د قهرمانانو(Champions League) سيالو گټونکې لوبډله به معلومه سي.

نجيب الله زيارمل
کتونکی: مسعود جهش