1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بحرانونو تر سيوري لاندي د8 سترو صنعتي هيوادونو سرمشريزه غونډه

۱۳۸۸ تیر ۱۸, پنجشنبه

که د اتو هيوادونو د نړيوالې سرمشريزې تأريخ ته نظر واچوو، نو تر 1975 کاله پورې رسيږو. هغه وخت د تيلو د ستر نړيوال کړکيچ په اړه د شپږو سترو هيوادونو د دولتونو او حکومتونو مشران سره راغونډ شول...

https://p.dw.com/p/IkJI
په ايټاليا کي د اتو سترو صنعتي هيوادونو مشران
په ايټاليا کي د اتو سترو صنعتي هيوادونو مشرانانځور: AP

نن 34 کاله وروسته يو ستر مالی - اقتصادی بحران د غونډې ورځنی موضوع ده. د ايټاليا په «لی اکوييلا» کې له کړکيچ څخه د وتلو لارې چارې لټول کيږی.

خو يوه خبره روښانه ده چې د اتو ډله په يوازې توګه نړی ژغورلای نه شی - که څه هم چې دغه هيوادونه د بحران ستره برخه زغمی. نغاره تر دې نه هم په يوه ډيره لويه کړۍ غږول کيږی - په دې ډول دواړه اقتصادی سرمشريزې په واشنګتن او لندن کې د جی 20 په کړۍ کې سره راغونډې شويدی: دا په دې معنا چې په اقتصادی برخه کې صنعتی او د صنعتی کيدو په درشل کې هيوادونه له نورو اهمو سيمه ايزو اقتصادی هيوادونو سره په ګډ عمل کې دی. سره له دې چې د آلمان لومړی وزيره انګيلا ميرکيل د ايټاليا کتنه ډيره اهمه بولی:

« د اتو هيوادونو سرمشريزه يو ښه پړاو دی. که د نړی صنعتی هيوادونه سره جوړه ونه کړی، موږ به د شلو هيوادونو په سرمشريزه کې کومې جوړې ته ونه رسيږو. له همدې امله موږ، چې طبيعيت ته مو ډير زيانونه رسولی دی، دنده او مسؤليت لرو چې د چاپيريال په باب مخکښ واوسو.»

خو په هر صورت د نړيوال اقتصاد د وړاندې پرمختيا په هکله د اتو هيوادونو د ډلې نظر نا څرګند پاتې کيږی. دا خبره په هيڅ ډول مخکې له مخکې سنجول شوې نه وه چې د تيرو مياشتو د ځواکمن چپاو نه وروسته به ډير زر پرمختګ کيږی. پرعکس: د اقتصادی سيستم د ټينګښت لپاره لاهم د پام وړ خطرونه شته. په دې اړه بايد لومړی هغه جوړښتی ټولګې چې په ټوله نړی کې په کار لويدلي خپلې پايلې وښيي.

دا په هيڅ ډول نوی شی نه دی ـ او نوي شي ته څار هم نه کيده: د اقتصادی کړکيچ په وړاندې مبارزه لا پاتې ده او په سپتمبر کې د اتو صنعتی هيوادونو لخوا به د امريکې د متحدو ايالتونو په پيتسبورګ کې پرې رڼا واچول شی. دا په روښانه ډول ښيي چې د نړيوالو ستونزو د ليری کولو لپاره د اتو سترو صنعتی هيوادونو سرمشريزه نور د دې ډول ستونزو د حل لپاره غوره نه ده.

دا دوهمې اهمې موضوع په باب هم صدق کوی. د چاپيريال د بدلون سره مبارزه. خو بيا هم هيله شته: د اتو سترو صنعتی هيوادونو په سرمشريزه کې بارک اوباما د لومړی ځل لپاره برخه لری ـ او ده په خپل هيواد کې د چاپيريال د ساتنې د پاره تګلارې ته بدلون ورکړی. په راتلونکې دسامبر کې به د ډنمارک په پلازمينه، کوپنهاګن کې د نړی د چاپيريال په اړه يو نوی تړون لاسليک شی: د لومړي ځل لپاره د امريکې متحد ايالتونه په اصطلاح د ددو - درجو - موخه لاسليک کوی. دا په دې معنا چې مځکه بايد د صنعت له وختونو څخه تر دوو درجو زياته توده نه شی. دا، کارپوهان د يوې کچې په توګه وړاندې کوی څو د چاپيريال د بدلون مخنيوی وکړای شی.

Böhme, Henrik/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل