1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بحري غلو پر ضد داروپايي ټولني پوځی ماموريت شروع سو

۱۳۸۷ آذر ۱۸, دوشنبه

سر دنن ورځي څخه به دسوماليا په سواحلو کي د اروپايي ټولني شپږ جنګي بيړي او دري الوتکي دسمندري غلو سره دمبارزي دپاره دغي سیمي ته واستول شي .

https://p.dw.com/p/GBdo
يوه کښتۍ چه دسوماليا په سواحلو کي د بحري غلو لخوا تښتول سوې ده
يوه کښتۍ چه دسوماليا په سواحلو کي د بحري غلو لخوا تښتول سوې دهانځور: AP

په دې ډول به اوروپايي ټولنه دناټو دهغه سمندري ځواکونو دنده پر غاړه واخلی چي تراوسه يي دختيځي افريقا په سواحلي اوبوکي دبحري غلو پر ضد دسوداګري دبيړيو ساتنه کوله . دختيځي افريقا په سواحلو کي داروپاي ټولنی د بحري او هوايي ځواکونو عمليات «د

اتلانتا دعملياتو» په نامه يادیږی .

دجرمني کابينه به دډسمبر دمياشتی پر 10 نيټه په دې هکله پريکړه وکړي چی دغه هيواد به ديوې جنګي بيړۍ او 1400بحري ځواکونو سره په دغه عملیاتو کی ونډه واخلي .

په دي آخرنيو وختونوکی تقريباً هره ورځ په دې باب خبرونه اوريدل کیږي چی دختيځي افريقا په تيره بيا دسوماليا په سواحلو کی پر بيړيو باندی دبحري غلو لخوا بريدونه کیږی ، چي له دی امله ډيری بيړې دې ته مجبوري سوي چي دختيځي افريقا دسواحلو پر ځای دنورو اوږدو بحري لارو مزل وکړي چی په دی ډول به هم ډير وخت نيسي او هم زيات تيل به مصرفوي .

په تيره اونۍ کی دناټو دبهرنيو چار ودوزيرانو په غونډه کی ددغي ټولني لوي منشی دي هوپ سخيفر دختيځي افريقا دحالتو په اړه وويل چي : «دبحري غلو مساله دنړيوال کښتۍ چلولو دپاره ديوې خطرناکی مسالی بڼه ځانته نیولي ده . نه يوازي دعدن په خليج کی بلکي په ټوله نړی کی .خو که زه دعدن دخليج په مثال کي پاته سم ، نو ویلاي سم چی هر کال ددغه اوبو څخه 20000 بيړۍ تيريږي . اوسږ کال په دغه سیمه کی پر بيړيو باندی دبحري غلو حملی په سلو کی 300 زیات سوی دي .ناټو همدا اوس هم په دغه اوبو کی دډیرو جنګي بیړيو سره عملیات سرته رسوي .»

د آلمان دبهرنيو چاروو وزير فرانک والتر شتاین ماير په بروکسل کي دناتو دبهرنيو چارو دوزيرانو په غونډه کی وويل چی په دغه سيمه کی دسمندری غلو پر ضد په مبارزه کی بريالیتوبونه هم تر لاسه شوی دی .

خو هم اوروپايي ټولنه او هم ناتو به دې پوهيږی چی په هغه تدابيرو سره چی تر اوسه نیول شوي، دغه ربړه به بيخی له منځه ولاړه نسی . نو له همدی کبله ناتو په دې فکر کی ده چی وروسته به دوی دبحري غلو پر ضد په یو لړ پراخو عملیاتو لاس پوری کړی . خو ډیر ټکی او مسايل دی چی بايد ورباندي خبری وسي .

همداشان ناتو او اوروپايی ټولنه غواړی چی دملګرو ملتونو دټولنی دامن دجرګی له خوا هم داسي یو پریکړه وسی ،چی له قانوني پلوه دسمندری ځواکونو سره څه سلوک وسی . يا ځینی وايي چی دسومالیا بندری سواحل دی تر محاصری لاندی ونیول شي .