1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بحرین پارلماني ټاکنو اختلافاتو ته نور هم لمن ووهله

ندریاز گورڅیویسکي / شمس الرحمن ناصر۱۳۹۳ آذر ۴, سه‌شنبه

په بحرین کې له پارلماني ټاکنو وروسته هم چوپتیا نه لیدل کیږي. د اپوزیسیون تر ټولو لوې گوند دغه ټاکنې تحریم کړې وې او حکومت هم ورته هیڅ ډول امتیاز نه دی منلی. له دې سره د شیعیانو او سنیانو ترمنځ واتڼ هم لیرې پاتې شو.

https://p.dw.com/p/1Dsrc
د عربي پسرلي سمبولیک انځور
د عربي پسرلي سمبولیک انځورانځور: AFP/Getty Images/M. Al Shaikh

ټاکل شوې وه چې د خلیج د حوزې په دغه کوچني سلطنتي هیواد کې د پارلماني ټاکنو په ترسره کیدو سره د څو کلونو راهیسې روان اختلافاتو ته د پای ټکې کیښودل شوی وای. خو د ټاکنو تر لومړي پړاو وروسته چې د شنبې په ورځ ترسره شو، د لانجې د پای ته رسیدو هیڅ څرک نه لیدل کیږي.

په داسې حال کې چې سني مذهبه په ټاکنو کې د خلکو د پراخې ونډې یادونه کوې، شیعه مذهبه اپوزیسیون چې اکثریت تشکیلوي د یو بریالي تحریم خبره کوي. د بحرین ډیر شمیر وگړو د دغو ټاکنو پر ضد اعتراض وکړ. سره له دې چې رقابت نه وو موجود د ولسي جرگې د ۴۰ څوکیو له جملې څخه یوازې ۶ څوکې یې اشغال شوې دي. د پاتې استازو د ټاکلو له پاره باید د دویم پړاو ټاکنې ترسره شي.

د پارلمان د پخواني استازې عبدالجلیل خلیل په خبره، حکومت او د الوفاق غورځنگ د دریو کلونو راهیسې د ټاکنو په قانون کې د اصلاحاتو پر سره بحث درلود او اپوزیسیون خپلې غوښتنې وړاندی کړي دي. له دغو غوښتنو څخه په یوه کې ویل شوې وو چې ټولې رایې باید په یو شان مهمې وي.

په هغه صورت کې به د رای ورکونې د محلاتو له امله د اپوزیسیون پر وړاندی د تبعیضي چلند مساله موجوده نه وې. سربیره پر دې ولسي جرگې ته د ولس له خوا انتخاب شوې استازې باید د سنا د مجلس له انتصابي غړو څخه ډیر قدرت ولري. همدارنگه د سیاسي بندیانو د آزادولو غوښتنه شوې وه. خو حکومت له اپوزیسیون سره خبرې بندې کړې. عبدالجلیل خلیل له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل:« که مونږ بریالۍ خبراترې کړې وای او مخکې له انتخاباتو څخه حکومت او اپوزیسیون یوې موافقې ته رسیدلي

وای، نو په هغه وخت کې به دغه ټاکنې د یو سم مسیر پر لور یو لوې گام وو. تر هغه وخته چې خبرې اترې ناکامه وي، هیڅ اصلاحات نشي رامنځته کیدای او هیڅ سیاسي بندي به آزاد نه شي. د شنبې ورځې ټاکنې ناکامه وې».

د بحرین په ټاکنو کې زور زیاتی تر سترگو کیږي
د بحرین په ټاکنو کې زور زیاتی تر سترگو کیږيانځور: picture-alliance/dpa

خلیل زیاته کړه چې د بدلونونو هیڅ نښه نه لیدل کیږي نو له همدې امله اپوزیسیون دغه ټاکنې تحریم کړي دي. په بحرین کې د بشري حقونو د مرکز مشر نبیل رجب هم په بشپړ ډول ورته نظر لري: « دا ټاکنې په بحرین کې بې مفهومه دي، ځکه چې داسې یو پارلمان رامنځته کیږي چې د قوانینو د جوړولو او د حکومت د فعالیتونو د کنترول واک نه لري. دغه ارگان هغه قوانین تصویب کړي دي چې له هغې سره بشري حقونه تر پښو لاندی کیږي. دا هغه موسسه ده چې حکومت په کښې خلاص لاس لري او هر هغه څه چې وغواړي هغه کوي».

د بحرین په پلازمېنه مانامه کې حکومت د شنبې ورځې پارلماني ټاکنې لویه بریا بللې ده او اوس یې لمانځي. د« بحرین نیوز ایجنسې» دولتي رسنۍ د مبارکۍ پيغامونه خپروي. د دغه خبري آژانس د رپوټ په حواله د خلیج د حوزې د همکاریو عمومي شورا، چې بحرین هم د هغې غړې دی په ټاکنو کې د خلکو پراخ گډون تائید کړی دی.

نجیب رجب د بشری حقونو مدافع
نجیب رجب د بشری حقونو مدافعانځور: picture-alliance/epa/Mazen Mahdi

خو تر کومه ځایه چې معلومات تر لاسه شوی دی، د بحرین ډيري خلک د دیموکراسې څخه بل ډول پوهاوي لری، نسبت هغه څه ته چې د پادشاه له خوا ټاکل شوی حکومت پری عمل کوي. بل لور ته په ټاکنو کې د خلکو د گډون د کچې په هکله اختلاف موجود دی. په داسې حال کې چې د ټاکنو کمیسیون له ۳۵۰ زره واجد شراېطو څخه د ۵۱،۵ سلنه وگړو د گډون خبره کوي د الوفاق اپوزیسیون ډله بیا دغه رقم ۳۰٪ ښیې. د خلیل په خبره خپلواکو رسنیو خبر ورکړی دی چې په هغو سیمو کې چې د حکومت مخالفین ډیر دی دغه رقم یوازې ۱۸ فیصدو ته رسیږي.

حکومت یو زیات شمیر سنیانو ته تابیعت ورکوي

په بحرین کې د سنیانو او شیعیانو تر منځ ژور واټن وجود لري. د دغه هیواد سني واکمنۍ کورنې اقتصاد او سیاست په خپل لاس کې نیولی دی. شیعیان چې د دی هیواد اکثریت جوړوي غواړي چې په قدرت او سوکالی کې پوره ونډه ولري. نبیل رجب د شیعیانو پر ضد د کار او ښووني او روزنی په برخو کې تبعیض ته گوته نیسي.

د بحرین حکومت هڅي لري چې په هیواد کې د سنیانو شمیر زیات شي. نبیل رجب زیاتوي: د دې هدف لپاره ډيري هغه وگړي چې له پاکستان، اردن او یمن څخه دی هیواد ته کډه کیږي، هغوی ته د بحرین تابعیت ورکول کیږي. د بشري حقونو دغه مدافع اروپایانو باندی تور لگوي چې د بحرین د پیښو په هکله ېې چوپتیا غوره کړې ده. هغه وايي چې د دیموکراسي او بشري حقونو لپاره د بحرین خلک په خپله مبارزه کې یواځې پریښودل شوي دي.

په پام کې دي چې د پارلمان د پاتې څوکیو لپاره د روانی اونې په پاې کې ټاکنې تر سره شي. خو نبیل رجب وايي چې د حکومت او خلکو ترمنځ واټن په خپل ځای پاتې دی او دا ټاکنې به د شخړو اور ته نور هم لمن ووهي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب