1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

د موصل ښار د ژغورل شویو اوسیدنکو په اړه اندیښنې

۱۳۹۵ مهر ۲۷, سه‌شنبه

د بخښنې نړیوال سازمان د عراق د شمالي ښار موصل څخه د بېځایه سویو عراقیانو د بشري د حقونو له تر پښو لاندې کیدو څخه خبر داری ورکړی. ویل شوي دي چې هغو ښايي د شیعه ملیشو له غچ اخیستنې سره مخامخ شي.

https://p.dw.com/p/2RMt0
Irak Flüchtlingslage in Duhok
انځور: Reuters/A. Jalal

د بخښني نړیوال سازمان یا Amnesty international د سه شنبه په ورځ (د اکتوبر میاشتي ۱۸ نیټه) په خپل یوه نشر سوي رپوټ کي ویلي دي چي په زرهاو هغه ملکي کسان چي د اسلامي دولت ډلي له واکمنۍ څخه راتښتیدلي دي، د شکنجې، ظالمانه بندي کیدو، قصدي لادرکه کیدو او بې له محاکمې د اعدامونو له ګواښونو سره مخامخ سوي دي.

د دې سازمان د معلوماتو پر اساس دغه رپوټ له ۴۷۰ تنو زیاتو پخوانیو بندیانو، عیني شاهدانو او د بندي سویو او یا وژل سویو کسانو څخه پر ترلاسه شویو شواهدو متکي دی. په هغه کي د مامورینو، فعالانو، د خیریه سازمانو د کارکونکو او نورو ښکیلو کسانو څخه هم پوښتني سوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د منځني ختیڅ او شمالي افریقا کارپوه «فلیپ لوتار» وايي چي «تر هغه وروسته چی هغوی د داعش له جنگونو، ظلمونو او اسارت څخه راخلاص سول اوس سني عربان په عراق کي د شیعه ملیشو او حکومتي ځواکونو د بې رحمانه غچ اخیستنو سره مخامخ سوي دي. هغوی د اسلامی دولت ډلي د جنایتونو په خاطر مجازات کیږي.»

لوتار زیاتوي:  «پرموصل باندي په جنگونو کي باید عراقي چارواکي ډاډ حاصل کړي، چي د بشر د حقونو څخه دغه ډول سختي سرغړوني رامنځته نه سي او هغه هیوادونه چي په عراق کي د داعش پر ضد د نظامي عملیاتو ملاتړ کوي هم باید حکومت ته دا ور په گوته کړي چي دغه ډول ضد بشري اعمال نه تحمل کیږي.»

نور خيریه سازمانونه لکه نړیوال سور صلیب هم د موصل څخه د راتښتیدلو عراقیانو پر ضد د بشر د حقونود تر پښو لاندي کولو خبره کړې ده او ویلي یې دي چي امکان لري د موصل څخه تر یوه میلیون پوري انسانان راوتښتي او د عراق په نورو ښارونو کي کډوال سي.