1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بخښنې نړیوال سازمان: په بالکان هیوادونو کې کډوال کړیږي

۱۳۹۴ تیر ۱۶, سه‌شنبه

د بخښنې نړیوال سازمان د کډوالو د سیاست په برخه کې پر اروپايي ټولنې باندې د بې پروایې تور پورې کړی دی. د دغه سازمان په وینا په صربستان او مقدونیه کې وضعیت ډیر خراب دی.

https://p.dw.com/p/1Ftnk
انځور: picture-alliance/AP Photo

د بخښنې نړیوال سازمان په بروکسل کې یو رپوټ خپور کړی دی. په رپوټ کې راغلي دي چې په زرونو کډوال چې د بالکان هیوادونو له لارې اروپا ته د تگ په لټه کې وي او په پوله بیرته ردیږي په صربستان او مقدونیه کې له ناوړه چلن، تاوتریخوالي او ځپل کیدو سره مخامخ دي.

دغه رپوټ د ۲۰۱۴م کال د جولای میاشتې څخه بیا د ۲۰۱۵م کال د مارچ میاشتې تر نیمایي پورې پر تر سره شوو څیړنو ولاړ دی چې تر سلو زیاتو پناه غوښتونکو او کډوالو سره په کې مرکې شوي دي.

د هغو کډوالو شمیر چې د صربستان-هنگري له پولې څخه تیریدو په پر مهال نیول شوي دي په ۲۰۱۰ کال کې ۲۴۰۰ تنو اوس ۶۰۰۰۰ ته لوړ شوی دی. د بخښنې نړیوال سازمان د دې دلیل له ترکیې څخه یونان او له هغه ځای بیا د ځمکې له لارې مقدونیه او صربستان ته تلونکی مسیر بولي چې د مدیترانې د سمندرگي د سفر په پرتله لږ خطرناکه دی. د بخښنې نړیوال سازمان په وینا دغه لوړ شمیر په څرگند ډول د اروپایي ټولنې د پنا غوښتنې د سیاست ناکامي ښيي.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې صربستان او مقدونیه «د پناه غوښتونکو او کډوالود هجوم پر یوه مرکز باندې اوښتی چې هیڅ کوم هیواد یې منل نه غواړي». رپوټ زیاتوي چې کډوال دغو هیوادونو ته د رارسیدو پر مهال د پولیسو له ناوړه چلن سره مخامخیږي او یا دې ته اړ ایستل کیږي چې د رشوت په توگه پیسې ورکړي. په رپوټ کې دا هم راغلي دي چې نورو کډوالو د وهلو ټکولو او په خپلسري توگه د نیولو خبره کړې ده. زیاته شوې ده چې آن امیدواره ښځې او ماشومان هم له ناوړه چلن سره مخامخ شوي دي.

له انگلا میرکل څخه غوښتنه

د بخښنې نړیوال سازمان په انتقادي توگه ویلي دي چې د کډوالو د ساتلو ځایونه تر حده زیات ډک دي او پالنه یې له انساني کراماتو سره په مناسب ډول نه کیږي. د نوموړي سازمان په وینا یوازې د اروپایي ټولنې د پناه غوښتنې د سیاست په هکله غور کول له هغوی سره مرسته کولای شي.

د بخښنې نړیوال سازمان د آلمان له صدراعظمې انگلا میرکل څخه غوښتي دي چې د چهارشنبې او پنجشنبې د ورځو له پاره د لویدیځ بالکان هیوادونو ته د خپل پلان شوي سفر په ترڅ کې د کډوالو د وضعیت په هکله وغږیږي. په پام کې ده چې د آلمان صدراعظمه البانیې، صربستان او بوسنیا ته سفر وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب