1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بدخشان امنيتي وضعيت: جنگ پر لاجوردو دئ

نجيب الله زيارمل/ رضا۱۳۹۴ مرداد ۱, پنجشنبه

د بدخشان ولايت چارواکي وايي چي په دغه ولايت کي د لاجوردو يو ډېر مشهور کان د وسله والو مخالفانو په ولکه کي دئ او هره ورځ ئې غير فني استجراج روان دئ. دوی وايي وسله وال بيا دغه پيسې د دوی پر ضد جنگي لگښتونو کي کاروي.

https://p.dw.com/p/1G3fN
انځور: picture alliance/CPA Media Co. Ltd/ P. Gabanielli (PD)

د بدخشان ولايت چارواکي په داسي حال د وسله والو مخالفانو له خوا د لاجوردو د کان د نيولو او استخراج خبره کوي، چي نن (د پنجشنبې په ورځ) سهار وختي وسله والو طالبانو د دغه ولايت وردوج ولسوالۍ ته نژدې پر يوې امنيتي پوستې يرغل کړی دئ.

دوی وايي جگړه اوس هم روانه ده او امنيتي ځواکونه مقاومت کوي. د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمیر ډگروال سخي داد حيدري له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي په دغه ولايت کي د لاجوردو يو ستر کان چي نړيوال شهرت هم لري د وسله والو مخالفينو په کنترول کي دئ.

حيدري وويل دا چي له دغه کانه د ورځي څومره لاجورد استخراجيږي، دوی ئې په اړه معلومات نه لري، خو هغه څه چي دوی ته روښانه دي هغه دا دي چي ياغيان لاجورد پلوري او له پيسو څخه ئې د دوی پر ضد جنگ کي گټه اخلي.

د بدخشان د چارواکو تر دغو څرگندونو څو ورځي دمخه د افغانستان د کانونو او پتروليم وزير داود شاه صبا ويلي ول چي د دغه هيواد د ځينو کانونه د استجراج کار وسله والو ياغيانو پيل کړی او تر ټولو ډېره بيا په افغانستان کي نوې پيدا سوې ډله داعش (اسلامي دولت) په دې تلاښ کي ده چي هغه سيمي په خپل کنترول کي راولي چي کانونه پکښې دي.

د بدخشان ولايت امنيتي چارواکي وايي چي دوی اوس پر هغه سيمه باندي چي د لاجوردو کان دی د عملياتو پيلېدو ته تياری نيسي.

ويل کيږي چي په دغه سيمه کي پر افغان طالبانو سربيره بهرني جنگيالي لکه د داعش ډلي فعاليت لري.

څه موده مخکي د تاجيکستان حکومت هم د افغانستان په شمال کي د داعش ډلي د فعاليت په اړه اندېښنه وښودله او له افغانستان سره ئې سرحد ته نور سرحدي ځواکونه ولېږل.

د افغانستان له کانونو څخه په وارو وار د وسله والو ډلو له خوا غير قانوني استخارج سوی او ويل کيږي چي پيسې ئې د وخت د حکومتونو پر ضد په جگړو کي مصرف سوي يا شخصي شتمنۍ گرځېدلي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب