1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بدخشان اوسیدونکي مرستو ته سخته اړتیا لري

۱۳۹۰ دی ۲۸, چهارشنبه

له بدخشان ولایت څخه آلمان غږ ته را رسیدلي رپوټونه وایي چي په دغه ولایت کي برف کوچونو ۳۰ کسان وژلي دي او څه باندي ۵۰ تنه نور ئې ټپیان کړي دي. د دې ولایت اوسیدونکي د دولت مرستو ته سترګي پر لار دي.

https://p.dw.com/p/13lMu
د رپورټونو له مخې تر اوسه پوري واورو په بدخشان کي ۳۰ تنه وژل شوي
د رپورټونو له مخې تر اوسه پوري واورو په بدخشان کي ۳۰ تنه وژل شويانځور: AP

د بدخشان ولایت اوسیدونکي وایي چي د دغه ولایت په اتو ولسوالیو کي برف کوچونه راغلي دي چي خلک ئې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي. د دغو ولسوالیو اوسیدونکي او د بدخشان د خلکو استازي وایي چي تر اوسه پوري له دوی سره د دولت او مرستندویه مؤسسو له خوا مرستي نه دي شوي.

اوس د ژغورونکو ډلو غړي چي ډیری ئې پولیس دي هڅه کوي چي تر واورو لاندي ګیر پاتي شوي کسان وژغوري، خو د وخت په تیریدو سره د ژوندي کسانو د پیدا کولو هیلي د کمیدو په حال کي دي.

په پارلمان کي د بدخشان ولایت پخواني استازي، اورنګ د ټلیفون پر کرښه آلمان غږ ته وویل چي لا تراوسه دغه ولایت ته مرستي نه دي رسیدلي. هغه زیاته کړه چي ځيني برف کوچ ځپلي خلک د مرګ له کواښ سره مخامخ دي.

د اورنګ په خبره له بیړنیو حالاتو سره د مبارزي اداره چي په بدخشان کي هم څانګه لري د برف کوچ له امله زیامنو شوو سیمو ته د تلو توان نه لري. اورنګ وایي د مرستو د نه رسیدو په صورت کي کیدای شي د مړو او زخمیانو شمیر سلګونو ته لوړ شي.

د اورنګ په خبره ډیر شمیر خلک د خوراکي توکو او درملو له کمښت سره مخامخ دي. هغه زیاتوي چي په هغو اتو ولسوالیو کي چي برف کوچونه راغلي دي د بدخشان له مرکز، فیض آباد سره ئې اړیکي شلیدلي دي او د خوراکي توکو بيي په کي پورته شوي دي.

دا په داسي حال کي ده چي د بدخشان د والي ویاند، معروف راسخ، د ستونزو شتون مني، خو ټینګار کوي چي د دوي ژغورونکې ډلي د سمه ییزو اوسیدونکو په ملاتړ له ګیر پاتي شوو کسانو سره مرسته کوي.

په بدخشان کي له يوې اونۍ راهيسې په دوامداره توګه واوري اوريږي چي د دغه ولایت اوسیدونکي ئې له ډیرو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

په همدي حال کي وروستي رپورټونه وایي چي د چهارشنبي په ورځ د بدخشان ولایت چارواکو د ملي ارودو د څرخيو الوتکو په واسطه ځینو زیامن شوو ولسوالیو ته مرستي رسولي دي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: مسعود جهش