1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بدن د معافیت د سیستم پیژندونکو د نوبل جایزه وګټله

۱۳۹۰ مهر ۱۲, سه‌شنبه

د بدن د معافیت سیستم درې څیړونکو سږ کال د طب په برخه کې د نوبل جایزه ګټلي. د دغي جایزي یو تن ګټونکی څو ورځي مخکي تر هغه، چي د دغي جایزې د ګټونګي په توګه وپیژندل سي د ورپيښي ناروغۍ له کبله مړ سوی دی.

https://p.dw.com/p/12lT6
د طب په برخه د نوبل د جایزي ګټونکي
د طب په برخه د نوبل د جایزي ګټونکيانځور: AP/picture-alliance/dpa

سږ کال د طب په برخه کې د نوبل د جایزې ګټونکي درې تنه سیاینس پوهان پیژندل سوي. دغو ساینس پوهانو د مکروبونو، مرضونو او سرطانونو په وړاندي د واکسینونو په جوړولو کي ډیرې لاس ته راوړنې درلودلي دي.

بروس بیوتلر، جولز حوفمن او رالف ستین من هغه درې سیانس پوهان دي، چي د طب د نوبل 1.5 میلونه ډالري جایزه یې ګټلې ده. خو د نوبل د جایزه د ګټونکو اعلان هغه وخت په غم ولړل سو، چي خلک په دې خبري پوه سول، چي د دغې جایزې یو تن ګټونکی، رالف ستین من، د جایزې تر ګټولو څو ورځي د مخه ومړ.

د راکیفیلر د پوهنتون د چارواکو په خبره، 68 کلن رالف ستین من د سرطان د ناروغۍ له کبله مړ سوی دی.

د نوبل د جایزې چارواکي وایې چې د سږ کال د نوبل جایزه به د رالف ستین پر مړیني سربیره هم د دغې جایزې اصلي ګټونکو ته ورکړل سي. د نوبل د جایزي د قوانینو پر اساس دغه جایزه یوازې ژوندیو کسانو ته ورکول کیږي.

د پام وړ پرمختګ

په 1990 مو کلونو کي بوتلر او هوفمن داسې پروتینونه کشف کړل چي کولای یې سول بدن ته د ننوتلو وروسته د انسان د بدن اعضاوې وپیژني او د بدن معافیتي سیستم فعاله کړي. شل کاله وړاندي ستین من د انسان داسې عصبي حجري کشف کړي وي، چې داسې حافظه لري چې د انسان بدن ته راننوتلی مکروبونه او باکتریاوي پیژني او دوهم ځل د دغه بکتریا په وړاندې د انسان بدن آماده کوي.

د سویدن د کارولینسکا انستیتویت چې د نوبل د طب د جایزي د ورکولو مسؤلیت پر غاړه لري  ویلي:

«سږ کال د طب په برخه کې د نوبل جایزې وړونکو د انسان د معافیتي سیستم د فعالیت او څرنګوالي د پیژندلو په برخه کې انقلاب رامنځ ته کړی.»

د مرضونو په درملنو کې د څیړونو مؤثریت

د نوبل د کمیټي یوه چارواکي، ګوران هنسن، ویلي چې د جایزي د ګټونکو لاس ته راوړني کېدای سي، چي په راتلونکي کي د سرطان، د مفسلونو پړسوب، لومړی تایپ د شکر ناروغۍ او د ځیني نورو ناروغیو په درملني کې ډیري مؤثري وي.

بیوتلر د کلفورنیا په یوه انستیتوت کې د معافیت او جینیتکس په برخه کې پروفیسر دی. د خپل تقاعد څخه وړاندي هوفمن په فرانسه کي د 2007 څخه تر 2008 کال پورې د دغه هیواد د ساینس اکاډمي مشرۍ پر غاړه درلودله.

هر کال د نوبل جایزه په بېلابېلو برخو کې د دغي جایزي ګټونکو ته ورکول کیږي. د دغو جایزو د ورکولو په ترڅ کي لومړی د نوبل د طب جایزه او بیا د فزیک، کیمیا، آدبیاتو، اقتصاد او سولي جایزي ګټونکو ته سپارل کیږي.

دغه جایزې به په اوسلو او ستاکهلم کې د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د روان کال د دیسمبر د میاشتي پر لسمه نیټه چې د الفرید نوبل د مړیني د کلیزه سره سمون لري د هغو ګټونکو ته وسپارل سي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل