1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برازيل ټاکني دوهم پړاو ته وغځېدلې

دويچه ويله/ مسعود جهش۱۳۹۳ مهر ۱۴, دوشنبه

د برازیل د ټاکنو لومړۍ پایلي ښيي چې د دې هیواد اوسنۍ ولسمشره دالیما روسیف، به له ایسیو نیویس، سره دویم پړاو ټاکنو ته ولاړه شي. لومړۍ پایلي ښيي چي روزیف د لومړي پړاو مخکښه کانديده وه.

https://p.dw.com/p/1DQES
انځور: picture-alliance/dpa

د برازیل د ټاکنو چارواکو د یکشنبې په ورځ وویل چې د دغه هیواد د ولسمشرۍ ټاکنو په لومړي پړاو کې هیڅ یو کانديد هم د پنځوس جمع یو سلنه رايو په ترلاسه کولو توانیدلی نه دی او له همدې کبله ټاکنې دویم پړاو ته وغځېدلې.

تر اوسه پوري د هیواد ۹۹ سلنه رايي شمیرل شوي دي چې پکې ۴۱.۵ سلنه چپي روسیف گټلې دي. د سوسیال دیموکراتانو کانديد نیویس، په دغو ټاکنو کې د ۳۳.۶ سلنه رایو په گټلو سره دویم او مرینا سیلوا د ۲۱ سلنه رایو په گټلو سره دریمه کانديده ده.

دغه شمېرې د برازیل د ټاکنو د ستر تریبونال له خوا خپرې شوي دي. دغه ادارې په برازیل کې د ټاکنو د ترسره کېدو مسئولیت پر غاړه لري.

د برازیل اوسنۍ ولسمشره د یکشنبې ورځي په ټاکنو کې تر نورو مخکښه وه خو هغې دا خبره منلې ده چې په برازیل کې ټاکنې دویم پړاو ته غځیږي. روسیف د یکشنبې په ورځ د خپلي رایې کارولو پر مهال وویل: «زه تمه لرم چې ټاکني به دویم پړاو ته وغځیږي.»

که څه هم روسیف، د برازیلیانو په منځ کې شهرت لري، خو په وروستیو وختونو کې د هغې پر ضد د ادارې فساد له کبله مظاهرې وشوې. کیدای شي همدا وروستي غبرگونونه د دې سبب شوې وي چې هغه په روانو ټاکنو کې د ۵۰ جمع یو سلنه رایې په ترلاسه کولو و نه توانیږي.

له بلې خوا نیویس چې گوند یې د برازیل په اقتصادي پرمختگ کې لاس لري د ټاکنو تر دویم پړاو مخکې له سلویا څخه وغوښتل چې له هغه سره ایتلاف وکړي. هغه وویل: «زه په دې ویاړم چې د بدلو د راتلو د هیلې استازیتوب کوم. اوس د دې وخت رارسېدلی دی چې موږ خپل قووتونه سره متحده کړو.»

خو سلویا نه له روسیف او نه هم له نیویس سره خپل اتحاد اعلان کړ او ویې ویل چې گوند به یې په راتلونکو ورځو کې د دې موضوع چې له کوم یوه سره ایتلاف وکړي په اړه غونډه وکړي.

سیلویا تر دې دمخه د برازیل د چاپیریال وزیره وه. هغه د دغه هیواد له حاکم گوند څخه ۱۲ کاله دمخه جلا شوې ده. د نظر پوښتنو پر اساس سلویا تر نیویس مخکې وه خو دا هر څه یوه ورځ مخکې تر ټاکنو بدل شول.

برازیلي رای اچوونکو همداراز د یکشنبې په ورځ والیان، د کانگرس غړي او ایالتي قانون جوړونکي وټاکل.