د برازيل په نڅا کلب کي ۲۴۵ تنه وژل سوي دي
۱۳۹۱ بهمن ۹, دوشنبهد لومړيو څېړنو له مخي ويل کيږي، چي په سانتا ماريا ښار کي د يکشنبې د ورځي (۲۰۱۳ کال د جنورۍ ۲۷) د اورلگېدني عامل د موسيقۍ يوه ډله وه، چي د سندرو ويلو پر مهال ئې اوربازي کوله او د دغو بازيو په ترڅ کي د کلب چت اور واخيست.
ويل کیږي چي د دې پيښي ډيری قربانيان د سخت دود له کبله خفه سوي دي. د راپورونو له مخي دغه کلب چي نزدې ۲ زره کسان ځايولای سي، يوازي يوه د وتلو دروازه لري، چي هغه هم قلف وه.
د برازيل د اور وژني ادارې د معلوماتو له مخي په پيښه کي ډيری قربانيان د هله گوله پرمهال پر مځکه لوېدلي او تر پښو لاندي سوي دي.
دا تر اوسه پوري معلومه نه ده، چي د پيښي پرمهال څو تنه په دغه «نايټ کلب» کي ول.
د اور وژني مامورين تر څو ساعته هلو څلو وروسته د اور په وژلو توانېدلي او د پيښي د قربانيانو جسدونه ئې د پيژندني له پاره په دغه ښار کي د ورزش يوه سالون ته انتقال کړي دي.
د سانتا ماريا ښار چي نزدې ۲۶۴ زره نفوس لري د محصيلانو ښار ياديږي. په دغه کلب کي چي اور لگېدلی دئ، ويل کيږي د محصيلانو يو مېلمستون دئ.
د برازيل جمهور رئيسي ديلما روسف، چي په شيلي کي د لاتين امريکا او اروپايي ټولني د مشرانو په غونډي کي گډون کړی وو، د دغي پيښي د رامنځته کېدو له کبله ئې غونډه پرې ايښې ده او مخامخ سانتا ماريا ته رسېدلې ده.
مېرمن روسف، د پيښي ښار سانتا ماريا ته د سفر پرمهال ويلي دي، چي د قربانيانو له کورنيو او پاته کسانو سره به مرسته کوي او درې ورځي ئې ملي ماتم اعلان کړی دئ.
د آلمان لومړۍ وزير مېرمن انگيلا ميرکل په شيلي کي د برازيل له استازو سره غمشریکي کړې ده. د آلمان جمهور رئيس يوآخيم گاوک هم د پيښي په اړه د قربانيانو کورنيو ته تسليت ويلی «موږ د پيښي له قربانيانو او د هغوی له کورنيو او دوستانو سره په غم کي ځان شريک بولو.»