د برتانيې د بهرنيو چارو وزيره يو څو ورځې په افغانستان کې تېروي
۱۳۸۵ اسفند ۹, چهارشنبهاعلان
ټاکل شوې ده چې بېکېټ به له ولسمشر کرزي او نورو جگپوړو چارواکو سره وويني. د خبرو يوه موضوع به دا وي چې لويه برتانيا څنگه د افغان ولس دپاره خپلو هڅو ته د بيا رغاونې او د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې په برخه کې زور ورکولی شي. برتانيې د دوشنبې په ورځ ويلي وو چې 1400 نور سرتېري به افغانستان ته استوي، چې د هغوی څخه لوی شمېر به په ناکرار هلمند ولايت کې ځای په ځای شي. ولسمشر کرزي وويل چې دغه پرېکړه دا ښيي چې نوموړی هېواد په افغانستان کې د امنيت په راوستلو کې زيار باسي.