1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برتانيې پوځ به د وسلوالو طالبانو پر ضد د نوو مرميو څخه کار واخلي

۱۳۸۹ مرداد ۲۵, دوشنبه

تر مخه د برتانيې ځواکونو ددې څخه شکايت درلودی چي، مرمۍ يې دښمن ته سم تلفات نه اړوي په زياته بيا چي د ۴۰۰ ميتره ليري واټن څخه يې پر و اوروي.

https://p.dw.com/p/OosD
په هلمند کي برتانوي ځواکونه د پوځي عملياتو پر مهال
په هلمند کي برتانوي ځواکونه د پوځي عملياتو پر مهالانځور: picture-alliance/ dpa

انترفکس خبري آژانس د هندۍ SME شبکې په قول ليکي چي ډير ژر به په افغانستان کي برتانوي ځواکونه داسي مرمۍ تر لاسه کړي چي د ليري واټن څخه طالب جنگياليو ته سخت تلفات ور ورسوي.

آژانس ليکي چي 5,5 mm کاليبرا نومي مرمۍ د برتانوي کمپنيو «کينيتيک» او «بريتش ايروسپيس» ماهرانو جوړي کړي دي.

تمه کيږي چي دغه نوي جوړي سوي مرمۍ به په ۲۰۱۱ ميلادي کال کي په افغانستان کي د برتانوي ځواکونو په واک کي ورکړل سي.

په روان وخت کي په لويه برتانيه کي ددې مرميو ازموينه روانه ده.

تر ازمويني ورسته بايد د لويي برتانيې حکومت د شاوخوا يو ميليون مرميو د توليد امر ورکړي.

تر مخه د برتانيې ځواکونو ددې څخه شکايت درلودی چي، مرمۍ يې دښمن ته سم تلفات نه اړوي په زياته بيا چي د ۴۰۰ ميتره ليري واټن څخه يې پر و اوروي.

په داسي حال کي چي طالبان چي دکلاشنيکوف څخه کار اخلي د ورته واټن څخه برتانوي ځواکونوته سخت تلفات اړولي دي.

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم