1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برلين ديوال د جوړېدو یو پنځوسمه کاليزه

۱۳۹۱ مرداد ۲۳, دوشنبه

له نن څخه ۵۱ کاله پخوا د برلين ديوال جوړ شو، دغه ديوال نه يوازي د ساړه جنگ د پيل او د المان د بيلتون نښانه وه، بلکي د هغه په اوږدو کي ډيرو المانيانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

https://p.dw.com/p/15oll
انځور: picture-alliance/dpa

د ۱۹۶۱ کال د اگست پر ۱۳ نېټه په ختيځ المان کي کمونيستي رژيم د برلين د ديوال په جوړيدو پيل وکړ. دا ديوال د المان د اوسنۍ پلازمېني برلين، چاپيره را گرځېدلی وو. دغه ديوال سخت تر کنترول لاندي وو. دا چي په دغه موده کي څه شمير انسانانو چي غوښتل ئې لوېديځ ته واوړي او د آزادۍ په فضا کي ژوند وکړي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دئ، هغه بايد اوس و څېړل سي.

له سياسي لحاظه المان په ۱۹۴۹ کال کي سره بېل شوی وو. له دوهمي نړيوالي جگړې څخه څلور کاله وروسته په لويديځ کي د المان فدرالي جمهوريت او په ختيځ کي د المان ديموکراتيک جمهوريت جوړ شول. په حقيقت کي ديموکراتيک نه، بلکي کمونيستي ديکتاتوري نظام وو. د المان د لوېديځي خوا دولت آن له سره له سياسي او اقتصادي لحاظه پياوړی او بريالی وو. دغه پياوړتيا او برياليتوب د دې سبب شوي ول، چي د ختيځ المان پر اوسيدونکو باندي اغيزه وکړي او هره ورځ په زرونو کسان په ختيځ کي خپلو ټاټوبو ته شا واړوي او د لويديځ پر لور وتښتي.

د دې له پاره چي د دغو خلکو د تېښتو مخه ونيوله شي، د ختيځ المان د هغه وخت واکمن، «سوسيالستي اتحاد» گوند يا SED په ۱۹۵۲کال کي په لومړي سر کي د دواړو دولتونو تر منځ يوه پنځه کيلومتره پلنه سيمه جوړه کړه چي تگ راتگ پکښې منع وو. د المان د دواړو دولتونو ترمنځ گډ سرحد ۱۴۰۰ کيلومتره اوږد وو.

د المان دولت اوس تصميم لري چي په دې هکله څېړني وکړي، چي په څه شمير خلکو په دغه سرحد کي خپل ژوند له لاسه ورکړ. که څه هم چي پخوا ځيني شمېرې ښوول سوي دي، خو هغه د مختلفو سرچينو له خوا ورکړل شوي دي او تر ديره ځايه شخړه ييزي دي. دغه دنده د برلين «آزاد» پوهنتون ته سپارل شوې ده چي په دې هکله څېړنه وکړي.

د برلين پوهنتون څيړندوی، کلاوس شريودر وايي، چي د ختيځ المان د استخباراتي ادارې، شتازي، د اسنادو له مخي د ۱۹۷۴تر ۱۹۷۹کلونو پوري شاوخوا ۵۰۰۰ کسانو هڅه کړې ده چي لويديځ المان ته وتښتي، خو يوازي ۲۲۹ تنه په دې توانيدلي دي چي ځانونه خپل هدف ته ورسوي. هغه وايي تقريباً ۱۰۰ تنه نور يا پر ماينونو ختلي او وژل شوي دي او يا په دې نه دي توانېدلي چي تر سرحد تيرشي، نو پر ښخ شوو ماينونو باندي خپله ختلي دي او خپل ژوند ته ئې خاتمه ورکړې ده.

فورستينا/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل