1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برلين د دېوال پنځوسمه کليزه لمانځل کيږي

۱۳۹۰ مرداد ۲۲, شنبه

د برلين دېوال د 1961م مېلادي کال د اگست په 13 مه نېټه په بشپړه توگه د ختيځ او لوېديځ المان تر منځ د تگ راتگ لاره بنده کړه. دغه ديوال 28 کاله ولاړ ؤ او د اوښتو په هڅه کي يې 136 انسانان ووژل سول.

https://p.dw.com/p/12Fye
د برلين پخوانی دېوال
د برلين پخوانی دېوالانځور: BArch/DVH 60 Bild-GR 35-08-73/BArch/DVH 60

د برلين دېوال پنځوس کاله ترمخه جوړ کړل سو چي ختيځ او لوېديځ المان يې د تگ راتگ لپاره بند کړی. گرچه د کانکرېټو دغه دېوال د اوښتنې لپاره يوه ستره ننگونه وه خو بيا هم د ختيځ المان اوسېدونکو تر دغه دېوال په اوښتو سره و لوېديځ المان ته د اوښتلو هڅې کولې. د ختيځ المان پر هغو عسکرو چي د برلين د دېوال په ساتنه امر کړل سوي ول ورته دا حکم هم ورکول سوی ؤ چي هر څوک چي تر ديوال د اوښتلو هڅه کوي هغه دي په ډزو ووژل سي. پدې ترځ کي د 28 کالو په اوږدو کي لږ تر لږه 136 انسانان ووژل سول.

د 1961م مېلادي کال د اگست په 24 مه نېټه لومړی المانی ځوان د برلين تر ديوال د اوښتلو په هڅه کي ووژل سو. د دېوال ساتونکو د شرقي المان عسکرو پر هغه ډزي وکړې. دغه وژل سوی 24 کلن ځوان شنايډر گيونتر ليفټين نومېدی چي د ختيځ برلين د وايسن زې د ناحيې سره يې تړاو درلودی. خو شنايډر وروستی کس نه ؤ چي تر دېوال د اوښتلو پر وخت ووژل سو. د برلين پر دېوال د وژل سوؤ کسانو د نومونو ليسټ ډېر اوږد دی چي په ياد کي يې اوس د دېوال پر پخوانيو ځايونو يادگاري دړې درول سوي او د هغوی د ژوندليکونه پکښي ليکل سوي دي.

کله چي د دويمي نړۍ والې جگړې وروسته المان پر دوؤ برخو ووېشل سو نو پخوانۍ پلازمېنه برلين هم پر دوؤ برخو ووېشل سوه چي يوه برخه يې ختيځ برلين او بله برخه يې لوېديځ برلين شو. په لومړي وختونو کي د ختيځ لخوا پر دغه پوله اغزي لرونکي تارونو وغځول سول. د ختيځ المان ريژيم د دې څخه ډارېدی چي داسي نه چي د نفوس زياته برخه يې لوېديځ المان ته پناه يوسي او يا په هيواد کي د 1953م مېلادي کال په څېر يو نوی پاڅون رامنځ ته سي. له بل اړخه د اغزي لرونکي تار شتون د دې مخه نه سوای نيولای چي هره مياشت په زرگونو د ختيځ المان وگړو و لوېديځ ته مخه کول. همدا ؤ چي د 1961م مېلادي کال په اگست مياشته کي يو داسي دېوال ودرول سو چي ورڅخه د وتلو هيڅ لاره نه وه. کله چي د اگست په 13 مه د برلين تر منځ تېرېدونکې پوله په بشپړه توگه و تړل سوه نو اوضاع ډېره کړکېچنه سوه. ولي چي اوس د ختيځ المان اوسېدونکو نور نه سوای کولای چي د پخوا په څېر په لوی شمېر کي د پولې هغې بلې خوا ته پناه يوسي.

د هغه وخت د برلين ښاروال او د سوسيال ډيموکرات گوند غړي ويلي برانډ د گوياؤ په مرسته د لوېديځ برلين څخه د ختيځ برلين پر لوري ويناوي کولې. ويلي برانډ چي وروسته د المان لومړی وزير هم سو او د نوبل د سولي جايزه يې هم په برخه سوه په خپلو خبرو کي به يې د ختيځ د المان و عسکرو ته ويل چي دوی به په آينده کي د دوی د اعمالو لپاره مسؤل نيول کيږي.

کريس جېفري
کريس جېفريانځور: ullstein bild - Rondholz

کريس جېفري نومي ځوان د برلين پر دېوال وژل کېدونکی وروستی کس ؤ. دغه 20 کلن ځوان د برلين د دېوال د نړېدو څخه څو مياشتي تر مخه د 1989م مېلادي کال د فرورۍ په مياشته کي د دېوال ساتونکو عسکرو لخوا ووژل سو.

کله چي شرقي او غربي المان بېرته متحد سو نو پر هغو ټولو عسکرو محکمې وسوې چي پر دېوال اوښتونکو يې ډزي کړي وې. خو دغه ټوله عسکر چي حتی پکښي داسي هم ول چي کسان يې په ډزو وژلي ول په تعليقي بند محکوم سول. هغه پداسي حال کي چي د وژل سوؤ کسانو خپلوانو فکر کاوره ورباندي زيات بند به راووځي.

د برلين د دېوال د وروستي قرباني کريس جېفري مور کارين جيفري د خپل زوی د قاتل په وړاندي د تعليقي سزا څخه ناخوښه وه:

« کله چي مي زما د زوی د قاتل عسکر سزا واورېدله نو مي په لومړي سر کي ناړي تيري کړې. گرچه قاضي له وړاندي لا ويلي ول چي دغه يو قتل بالقصد ؤ خو بيا يې هم عسکر ته يوازي تعليقي سزا او نه د بند سزا واوروله چي دغه ډېره کمه سزا ده.»

ويلي برانډ د ختيځ المان په هکله د خپل سياست لپاره ډېر مشهوره سو
ويلي برانډ د ختيځ المان په هکله د خپل سياست لپاره ډېر مشهوره سوانځور: picture-alliance/dpa

کومه شپه چي کارين جېفري چي و دېوال ته نژدې يې کور ؤ ډزي واورېدې نو يې زړه ډېر خواښينه سو. نوموړې ډېر وروسته پدې خبره سوه چي هغه ډزې چي دې اورېدلي وې، هغه د دې پر زوی سوي او هغه يې وژلی ؤ.

د کريس د وژل کېدو څخه 7 مياشتي وروسته د برلين دېوال د يوه سوليز ولسي پاڅون په ترځ کي ونړول سو او ختيځ او لوېديځ المان سره يو ځای سول. د برلين پر دېوال د وژل سوؤ کسانو لپاره اوس د دېوال و پخوانيو برخو ته څېرمه يادگارونه جوړ کړل سوي دي، تر څو د هغوی ياد همېشه د خلکو په اذهانو کي تازه وي.

فيورسټنه ناؤ/ المان ږغ
کتونکی: احمدولي اڅکزی