1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برلين وېشل سوی د اورگاډي سټېشن

۱۳۹۰ مرداد ۲۲, شنبه

د برلين ديوال د برلين د منځ څخه تيريدی چي پکښي د ښار لوی سټېشن هم راتلی. د اورگاډي دغه سټېشن د فريدريش په کوڅه کي واقع ؤ.

https://p.dw.com/p/12G1E
د برلين سټېشن په 1990 کال
د برلين سټېشن په 1990 کالانځور: picture alliance/ZB

د فريدريش کوڅ څخه چي په عين حال کښي د غربي او شرقي برلين تر منځ د تيريدو راتيريدو لاره هم وه او ډيره سخته کنټروليده، پکښي د اورگاډي لوی سټېشن هم واقع ؤ.

پداسي حال کښي چي د سټيشن د يوې خوا يعني د غربي برلين څخه پاريس يا هامبورګ ته ريلونه تلل، په هغه بله خوا کښي بيا ريلونه يوازي شرقي ښارو او هيوادو ته تلای سوای. د دواړو خواوو په منځ کښي ډير پنډ پولادي ديوال چي د سټيشن تر چته پوري رسيدی، د شرقي اوغربي برلين خلګ يې ډير سخت سره جلا کول. د مانفريد ميګدال نومي د برلين اوسېدونکي تر اوسه پوري هم هغه پولادي ديوال پياد دی اووايي:

«يو وحشتناکه او بيرونکی حالت ؤ. يو داسي بيرونکی حالت چي تر اوسه پوري يې هم د پياديدو څخه د خلګو وريښتان جګ دريږي. »

د ۱۹۶۲ کال د می پر ۱۵ باندي د برلين دغه نجار د خپلو دوو نورو ملګرو سره کوښښ وکړ چي غربي برلين ته وتښتي. دوی د غربي برلين پر خوا په يوه ريل کښي ځانونه داسي پټ کړل چي د چا ورته پام نسو، او بيا يې پر ځان باندي شړۍ وچاولې. هغه ورپيادوي او وايي:

«موږ دا فکر نه ؤ کړی چي پر سرحد باندي به دوی ټوله رېلونه کنټرولوي. دوی د ريلو لاندي باندي کنټرول کړل او سپيان هم ورسره وه،چي طبعأ موږ يې پيدا کړو. زه يو نيم کال بندي سوم او برلين ته مي د راتګ اجازه هم د لاسه ورکړه. »

وروسته دی نور هم بندي سو او په ۱۹۷۱ کال کښي اتحادي آلمان د مانفريد پاته بند رانيوی:

«هميشه چي کله زه دلته راځم، د پولادي ديوال خواته مي پام وراوړي، هلته چي زه بندي سوی وم. هغه به زه هيڅ وخت هير نه کړم. ډير وحشتناکه ؤ. »

دغه سټېشن د يو شمېر انسانانو د اوښکو شاهد اوسېدلی دی
دغه سټېشن د يو شمېر انسانانو د اوښکو شاهد اوسېدلی دیانځور: ullstein - ADN-Bildarchiv

د مانفريد ميګدال سرنوشت يو د نورو ډيرو کسانو غوندي ؤ چي اوس په همدغه سټيشن کښي د «جلاسوي سټيشن» په نامه ورڅخه يادونه کيږي.

په نندارتون کښي د هغه وخت عکسونه، اسناد او فلمونه ښکاره کيږي، چي د برلين د ديوال د وختو تاريخ او غير انساني چلند بيرته راپيادوي. ددغه نندارتون تنظيمونکی فرانک ايبرت وايي:

« موږ غوښتل يو وار بيا هغه وخت ښکاره کو، چي چيري خلګ تلای سوای يا نسوای تلای، تر کومه ځايه پوري خلګو د ننوتو او تلو اجازه درلوده او تر کومه ځايه پوري نه. سرحدي کنټرول څه ډول ؤ. »

په وسلو مجهز عسکر او د شرقي آلمان د استخباراتو د کارکونکو موجوديت په سټيشن کښي ورځنۍ خبره وه. استخباراتي کسانو په عادي کالو کښي دا کنټرولول چي د شرقي آلمان يو تبعه غربي برلين ته ونه تښتي. د دې دپاره چي ددې کار مخنيوی وسي نو يې د نورو تر څنګ سرحد ته دومره ډيري دروازې او لاري ورکړي وې چي هيڅوک نبايد پوهيدلی وای چي چيري دی.

د برلين د فريدريش نومي کوڅې پخوانی سرحدي سټيشن چي هغه وخت د انسانانو د مايوسۍ او زړه ماتولو يو سټيشن ؤ، نن ورځ د پخواني جلا سوي جرمني يو مهم يادګاري سټيشن دی.

ريشتر کرسټوف/ محمد قاسم نوري
کتونکی: احمدولي اڅکزی