د برلین د ۲۰۱۴ کال د فرهنگونو کارنوال
په برلین کې هر کال د فرهنگونو کارنوال لمانځل کیږي. لږ کال په جشن کې له ۸۰ څخه ډیرو ډلو گډون کړی وو چې غوښتل یې خپل فرهنگ نندارې ته وړاندې کړي.
دا د آلمان په پلازمینه برلین کې د تر ټولو له رنگونو ډکو ورځو له ډلې یوه وي. د برلین د فرهنگونو د کارنوال پر مهال له ۸۰ څخه ډیرو گروپونو د کروزبرگ په سیمه کې خپلې جامې او فرهنگ نندارې ته وړاندې کړل. په دغه جشن کې یوازې گډون کوونکي نڅا نه کوي بلکې هغه کسان چې د کارنوال د لیدو له پاره هم راغلي وي د نڅا له کولو سره دغه جشن لمانځي.
د دغه جشن د لیدو له پاره شاوخوا ۷۵۰۰۰۰ کسان راغلي وو. له سږني جشن سره د آلمان د فرهنگونو د کارنوال ۱۹ کال هم پوره شو. دغه جشن د آلمان د پسرلنیو مهمو میلو په ډله کې شامل دی.
ندجا ایبرس چې د کارنوال پر مهال نڅا کوي وایي چې دا پنځم ځل دی چې هغه په دې جشن کې ونډه اخلي. هغه د لاتینې امریکا د فرهنگ استازیتوب کوي.
د برلین د فرهنگونو په کارنوال کې د تایلند وگړو هم گډون کړی وو. د دغې ډلې غړو وویل چې د جشن له پاره یې کالي په ځانگړي توگه له تایوان څخه راوړي دي.
که څه هم د کارنوال ځینې گروپونه له یوه ځانگړي هیواد څخه نه وو خو بیا هم هغوی د یو شمیر نورو مشترکاتو له کبله په یوې ډلې کې د نندارچیانو له مخې تیر شول.
د کارنوال پر مهال د برلین د کروزبیرگ سیمې ډیر شمیر سړکونه تړلي وي. دا د سړک غاړې ډیر شمیر هنرمندانو ته موقع ورکوي چې خپل مهارتونه نندارې ته وړاندې کړي.
د برلین د فرهنگونو په کارنوال کې هر څوک د خپلې خوښې نندارې موندلی شي. په دې جشن کې د ډیرو هیوادونو خواړه هم موندل کیږي چې نندارچیانې یې راونیسي.
په برلین کې د فرهنگونو کارنوال څلور ورځې دوام کوي چې په کې ۱۰۰ کانسرتونه، ۳۰۰ نندارې او د کارنوال پرید ترسره کیږي.
کله نا کله د فرهنگونو د جشن پر مهال هوا ډیره گرمه وي، له همدې کبله د کریوزبیرگ اوسیدونکو پر گډونوالو باندې اوبه پاشولې ترڅو یو څه د یخنۍ احساس وکړي.