1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برلین په هوایي ډګرونو کې اعتصاب او د پروازونو ګډوډي

۱۳۹۵ بهمن ۲۰, چهارشنبه

د برلین له دوو هوايي ډګرونو څخه الوتني او ناستي له ځنډیدو سره مخامخ شوي. دلته کارکوونکو د خپلو معاشونو د زیاتیدو په موخه اعتصاب کړی. تر دې مخکې آلماني پیلوټانو او هوايي خدمې هم ورته اقدام کړی وو.

https://p.dw.com/p/2X8qk
Flughafen Tegel in Berlin
انځور: Sean Gallup/Getty Images

د ویردي اتحادیې ویلي دي چې د برلین د تیګال او شونفیلد هوایي ډګرونو ځمکني کار کوونکي به د چهارشنبې په ورځ په ځایي وخت د سهار له ۰۵:۰۰ څخه بیا تر ۱۱:۰۰ بجو پورې اعتصاب وکړي.

په دې ترڅ کې ۲۰۰۰ کارکوونکو اعتصاب کړی دی چې پکې تر پرواز مخکې اسنادو آرزوونکي او د بار سمبالوونکي شامل دي.

 پر دې سربیره د الوتکې راهنمایي کوونکي او هغه کسان چې تر ناستي وروسته د الوتکو تیل پوره کوي په اعتصاب کې شامل دي. د برلین د هوايي ډګرونو یوه ویاند وویل چې کيدای شي د دې اعتصاب له کبله په پروازونو کې ډیره ګډوډي رامنځ ته شي.

ویردي ویلي دي چې په هامبورګ کې هم ښايي ورته حالت رامنځ ته شي ځکه د دې ښار د هوایي ډګر ځمکني کارکوونکي هم له اعتصاب سره یوځای کیږي.

د ایر برلین هوایي شرکت ویلي دي چې برلین ته رسیدونکي او له دې ښاره تلونکي ۶۰ پروازه یې لغو کړي دي. مسافرو ته هم سپارښتنه شوې ده چې د برلین په هوايي ډګر کې د خپلو بکسونو په ترلاسه کوونو کې ځنډ راتلای شي.

ویردې ویلي دي چې د هوایي ډګر له چارواکو سره د دغو کسانو د معاشونو د ډیریدو له پاره مذاکرې کوي.

زموږ له ارشيفه