1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برما حکومت لاريون کونکو ته گواښونه کړي

۱۳۸۶ مهر ۳, سه‌شنبه

د برما پوځي حکو مت د پرونيو پراخو لاريونونو وروسته چي شاوخوا يو لکو تنو پکښي برخه اخېستې وه خلگو ته گواښ کړی چي له لاريون کولو څخه لاس واخلي

https://p.dw.com/p/DKD7
د برما پوځي حکومت 20 کاله مخکي هم دې ته ورته يو پاڅون په زور سره چپ کړی وو
د برما پوځي حکومت 20 کاله مخکي هم دې ته ورته يو پاڅون په زور سره چپ کړی ووانځور: AP
د رارسېدلو راپورونو له مخي د رنگون په ښارکي لاوډ سپکر لرونکي موټر گرځي او پر خلگو باندي ږغ کوي چي له لاريونونو څخه لاس واخلي.
د برما د مذ هبي چارو وزارت اخطار ورکړی چي کچيري بودايي مذهبي مرتاضان له لاريونو څخه او اعتصابونو څخه لاس وانخلي نو حمله به ورباندي وکړي.
د برما پوځي حکومت 20 کاله مخکي هم دې ته ورته يو پاڅون په زور سره چپ کړی وو.