1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برما د اپوزيسون مشره د نظربندۍ څخه خلاصه سوه

۱۳۸۹ آبان ۲۲, شنبه

د برما يا ماينامار پوځي حکومت نن د شنبې په ورځ د دغه هيواد د مخالف گوند مشره او د سولي د نوبل دجايزې گټونکې مېرمن آنگ سان سوچي د نظر بندی څخه آزاده کړه

https://p.dw.com/p/Q7tA
انځور: AP

مېرمن سوچي پداسي حال کي خلاصيږي چي پدغه هيواد کي څو ورځي تر مخه د ولسي جرگې او د مشرانو د جرگې لپاره ټاکنې تر سره سوې . دغه ټاکني په برما کي د تيرو شلو کالو راهيسي لومړۍ ټاکنې وي . نوموړي ټاکني د پوځي حکومت د سيوري لاندي تر سره سوې او يو د مېرمني آنگ سان سوچي د پلويانو او د گوند د غړو تر څنگ د برما يو شمېر نورو وگړو ددغو ټاکنو څخه پرېکون اعلان کړی ؤ . نړۍ والو هم دغه ټاکنې د ستونزو ډکي او غېر آزاده بللي وې چي پکښي مخ له وړاندي لا پوځي حکومت په دواړو پارلمانونو کي بېله ټاکنو لا ځان ته د چوکيو فيصدي ټاکلې وه.

کله چي نن مېرمن آنگ سان سوچي د خوشي کېدو څخه وروسته خپلو پلويانو ته خبري کولې نو نوموړي وويل:

« د خاموشه پاته کېدو خپل وخت وي او د ږغېدو خپل . موږ بايد دغه په پام کي ونيسو او په گډه کار وکړو. يوازي هغه وخت موږ خپل مقصد ته رسېدلای سو.»

مېرمني سان سوچي د خپل کور مخ ته راټول سوؤ په زرگونو هغو کسانو ته وينا واوروله چي ددې د خوشي کېدو په خوښي کي راټول سوي وه . د وينا وروسته مېرمن سان سوچي خپل کور ته ننوتله چيري چي دې د برما د عوامي خپل گوند د مهمو کسانو سره وليدل .

Aung San Suu Kyi
انځور: AP

د کلنو راهيسي د نړۍ مشرانو د برما د پوځي حکومت څخه غوښتنې کولې چي د مېرمن سان سوچي تر څنگ پدغه هيواد کي ټوله سياسي بنديان خوشي کړي . د يوه اټکل له مخي په برما کي تر اوسه پوري څه باندي 2100 سياسي کسان بنديان دي چي پکښي یوه يې هم مېرمنه سان سوچي وه. دغي مېرمني د خپل ژوند د تيرو 20 کلنو څخه 15 کلونه په بند کي تېر کړي دي چي د وروستي بند ميعاد يې همدا نن ختمېدی . دا چي په خپل کور کي به د سان سوچي اوږد مهاله نظربندي په رشتيا هم نن پای ته ورسيږي که نه ډېر خلک اندېښمن وه . د برما حکومت هم پدې هکله خپل دريځ نه ؤ روښانه کړی چي ايا دغه مېرمنه به د ميعاد سره سم د نوامبر په ديارلسمه خوشي سي که څنگه.

د متحده ايالتونو ولس مشر بارک اوباما د مېرمني سان سوچي د خوشي کېدو هرکلی کړی دی او پر برما يې ږغ کړی دی چي پاته سياسي بنديان هم ژر آزادکړي . د بريتانيې لومړي وزير ډېويډ کېمرون بيا ويلي دي چي سان سوچي بايد پخوا لا خوشي سوې وای . د المان لومړۍ وزيري انگېلامېرکل د سان سوچي د خوشي کېدو هرکلی کړی دی او ويلي يې دي چي مېرمنه سان سوچي په نړۍ کي د مقاومت يو سمبول گرځېدلې ده.

سان سوچي ،چي اوس پنځه شپېته کلنه ده په خپل هيواد کي ډيموکراسۍ دغوښتنې لپاره يې لوی تاوانونه پر ځان منلې دي چي پکښي اوږد مهاله بند هم راځي . نوموړي تر اوسه پوري خپل لمسيان ندي ليدلي چي د دې د بند پر وخت ږېږېدلي وه .

برما د تيرو څو لسيزو راهيسي د پوځ لخوا اداره کيږي چي ورباندي په نړۍ واله سطح سختي نيوکي کيږي . پسله شلو کالو تېره اونۍ په برما کي ټاکني تر سره سوې چي ورڅخه د مېرمن آنگ سان سوچي گوند پرېکون اعلان کړی ؤ.

د خوشي کېدو څخه وروسته سان سوچي و خپلو راټولو سوؤ ملاتړو ته د وينا پر وخت وويل چي دا به خپلو کارو ته دوام ورکړي.

RTRE/ احمد ولي اڅکزی

کتونکی : محمد قاسم نوري