1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برما پوځي حکومت د سیاسی بندیانو د خلاصولو سره مخالفت کوي

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۴, پنجشنبه

د برما دسولي دنوبل د جايزې ګتونکې سان سوکي چه تر اوسه پوري په خپل کور کښي نظر بنده وه، نن پنجشنبه يوه محبس ته بوتلل سوه ،او رسماً ورباندي اقامه دعوه وسول ...

https://p.dw.com/p/HqOY
د برما دسولي دنوبل د جايزې ګتونکې سان سوکي
د برما دسولي دنوبل د جايزې ګتونکې سان سوکيانځور: AP

د برما د سولي دنوبل جايزې ګتونکې سان سوکي بايد يووار بيا محاکمه سي . لکه څنګه چه ددموکراسۍ دپاره د ملي ليګ NLD وياند خبر ورکۍ،چه پردغي مخالفي سياستمداري او ددې د کور پر دوو مامورينو باندي اقامه دعوه سوې ده . معلوميږي چه پر دې باندي ددې خاطره دعوه سوې ده ،چه د نظر بندۍ د مقرراتو څخه يې سرغړونه کړې ده . خو د هغه جزييات يې ندي بيان کړي .

داسي ويل کيږي چه په تيرو اونيو کښي يو امريکايي تبعه د سان سو کي کور ته په پټه ورغلي ؤ،او امنيتي قواوو وروسته دی د اِنياInya په بحيره کښي ،چه ددې د کور شاته ده ، نيولي ؤ .

د برما د جلاوطنه رسنيو په حواله دغه امريکايي تبعه د اوبو د لاري په لامبو د سان سوکي کور ته ورغلی ؤ،او هلته يې دوې شپې تيري کړي وې . سان سوکي د کلو کلو راهيسي په خپل کور کي نظر بنده ده ،اود دباندنۍ نړۍ سره هيڅ ډول تماس نلري .

دا په خپل کور کښی 13کاله نظر بنده وه
دا په خپل کور کښی 13کاله نظر بنده وهانځور: picture-alliance/dpa

خو د جلاوطنه مهاجرينو په ورځپاڼه- اِراوادي - کښي بيا ويل کيږي ،چه امکان لري دغه خبره پوځ جوړه کړې وي ،تر څو د سان سوکي لخوا د خپل ځان د خلاصولو د عريضې مخنيوی وسي .

د رسنيو په حواله ددغي 63 کلني دنوبل د جايزې ګتونکي صحي وضع ډيره خرابه سوې ده . دې د 19 وروستيو کلو څخه 13 په نظر بندۍ او قيد کښي تير کړي دي . په څو راتلونکو ورځو کښي ددې هر کلن د12 مياشتو دپاره د نظر بندۍ وخت پوره کيږي ، چه ګمان کيږي دا پلا به هم تمديد سي .

د تيري فبرورۍ په مياشت کښي ملګرو ملتو خپله مايوسي ښکاره کړل ،چه پر بين امللي کوښښونو سربيره ددې د آزادۍ په لار کي کوم مثبت تغير ندي راغلي . د برتانيا د ملګرو ملتو سفير جان ساويرس په نيويارک کښي وويل،چه د برما پوځي حکومت –خونتا- ددې د آزادېدو په هکله يوازي وعدې ورکوي . دی وايي، «موږ ډير خوابدي يو چه په دغه موضوع کښي هيڅ پرمختګ نه دی راغلی،او په حقيقت کي شاته تګ رامنځته سوی دي . »

په خارج کښي د برماد سياسي بنديانو سره د ملاتړ د سازمان AAPP د معلوماتو پر اساس په برما کښي 3000 سياسي بنديان وجود لري .

د بشر د حقوقود سازمان Human Rights Watchد وروستي نشر سوي رپوټ پر اساس د اکثريت دغو بنديانو صحي وضع ډيره خرابه ده . يو پخوانی سياسي بندي آونګ مايو تاين وايي چه، په برما کښي يو سياسي بندي د خپلو ابتدايي اساسي حقوقو څخه هم محروم دی . دی وايي ،«د سياسي بنديانو سره په بنديخانو کي تعصب کيږي . دوی د بنديانو هغه حقوق هم نه ورکوي ،چه دوی يې لري . د محبس د قواعدو پر اساس يو بندي بايد ليکل او ويل وکولای سي ،خو سياسي بنديان د هغه اجازه نلري . »

د سان سوکي - خپل کور ،چه پکښي نظر بنده وه
د سان سوکي - خپل کور ،چه پکښي نظر بنده وهانځور: picture-alliance/dpa

Human Rights Watch د نړيوالي ټولني څڅه غوښتي دي ،چه د سياسي بنديانو د خلاصولو ،چه په هغو کښي سان سوکي هم شامله ده ،په جديت سره کار وکي .

موش بُروفسکا

کتونکی : محمد قاسم نوري