1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برمته سوو کوريايانو ميندي ډ وبۍ ته روانيږي

۱۳۸۶ مرداد ۱۹, جمعه

له طالبانو سره د برمته وو 21 کوريايانو مندې غواړي چي په راتلونکې اونۍ کې د و بۍ ته سفر وکړي او هلته د دوی د زامنو او لوڼو د آزاد ولو په اړه د عربي هېواد ونو مرسته وغواړې.

https://p.dw.com/p/DK8t
دا پنځه تنې مېرمني به د دوشنبې په ورځ د عربو متحده اماراتو ته د پنځو ورځولپاره سفر کوي
دا پنځه تنې مېرمني به د دوشنبې په ورځ د عربو متحده اماراتو ته د پنځو ورځولپاره سفر کويانځور: AP
ددوی وياند چاسونگ مين نن د جمعې په ورځ ويلي دي چې دا پنځه تنې مېرمني به د دوشنبې په ورځ د عربو متحده اماراتو ته د پنځو ورځولپاره سفر کوي، او د وی باور لري چې مسلمانان د ښځو په هکله زړه سوی لري.
بله خوا وسلوالو طالبانو اعلان کړی چې د جنوبي کوريا له پلاوي سره د په نظر کې نيول سوي مخامخ کتني څخه مخکي ورسره د برمته وو کوريايانو له جملې څخه هيڅ څوک هم ونه وژني.
وسلوالو طالبانو د جولای د مياشتي له 19 نېټې څخه يعني له هغه ورځي راهيسي چې 23 تنه کوريايان يې د کابل کندهار په لويه لار د يوه سريس موټر څخه تر راکښته کولو څخه وروسته وتښتول څو واري يې د هغوی د وژني گواښونه کړيدي.
طالبانو اوس دې ته غاړه يښې چې د جنوبي کوريا له پلاوي سره مخامخ وږغيږي، خو تر اوسه پوري د خبرو اترود ځای په ټاکنه کې نه سره جوړيږي.