1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برمته سوي امريکايي عسکر بله ويډيو خپره سوه

۱۳۸۹ فروردین ۱۹, پنجشنبه

دغه امريکايي عسکر چي Bowe Bergdahl نوميږي د لسو مياشتو راپدېخوا په پکتيا کي د وسلوالو طالبانو له خوا برمته سوی دی...

https://p.dw.com/p/Mpxi
په افغانستان کي د وسلوالو طالبانو لخوا برمته سوی امريکايي عسکر
په افغانستان کي د وسلوالو طالبانو لخوا برمته سوی امريکايي عسکرانځور: AP

پرون ددوهم ځل لپاره طالبانو ددغه برمته سوي امريکايي عسکر يو ويديويي فلم خپور او په دغه ويديويي فلم کي برمته شوي امريکايي عسکرددي هيله کوي، چي دده دخوشي کولو دپاره بايد عمل وسي.

امريکايي عسکر وايي، چي د افغانستان جګړه، که سړی د هغه د تلفاتو او قربانيانو سره پرتله کړي نو په دې نه ارزي، چي دغي جګړې ته دوام ورکړل سي.

داچي د برمته سوي امريکايي عسکر دغه اوه دقيقه يي ويډيويي فلم به څه وخت ډک سوی وی، سړی نسي پوهيدای. يو وار دکرسمس د اختر په ورځو کي هم ددغه برمته سوي امريکايي عسکر يو ويډيويي فلم خپور سوی و، دا يي دوهم ويډيويي فلم دی چي خپريږي.

وروسته له دې،چي په ويډيويي فلم کي د امريکايي عسکر خبري ښودل کيږي ، بيا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهدخبري کوي او وايي، چي ددغه امريکايي عسکر د خوشي کولو دپاره ددوی غوښتني دادي، چي يو شمير طالب بنديان بايد دبرمته سوي امريکايي عسکر په بدل کي خوشي سي که نه دبرمته سوي امريکايي عسکرژوند ته به خاتمه ورکړل سي.

دغه ويډيويي فلم په واشنګټن کي د انترنيت د هغه استخباراتي انستيتوت له وخوا خپور سوی دی، چي د تندلارو سازمانونو انټرنيټي پاڼي څاري.

23 کلن امريکايي عسکر د تيرکال د جون په مياشت کي د پکتيا په ولايت کي تري تم سوی و، چي بيا د جولاي د مياشتي په نيمايي کي طالبانو اعلام وکړ چي ترتم شوي عسکردوي نيولي. په نوي ويديويي فلم کي امريکايي عسکر چي ږيره يي رسيدلي ، په داسي يوه حالت کي ښودل کيږي چي يوه روځپاڼه بولي.

AFP/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل