1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برونډي حزب اختلاف د پارلماني ټاکنو څخه پرېکون اعلان کړ

یولیا هان/ احمد ولي اڅکزی۱۳۹۴ تیر ۶, شنبه

د برونډوي پر وګړو د جون پر۲۹ نیټه د دغه هيواد له پاره د نوی پارلمان د ټاکلو ږغ شوې. اوس دا پوښتنه مطرح سوې ده چي آيا د ټاکنو انعقاد به له سره ممکن وي که څنګه؟ ځکه ټولو سیاسي اړخونو له دې سره مخالفت ښودلی.

https://p.dw.com/p/1FoMQ
انځور: picture-alliance/AP Photo

د برونډي د حزب اختلاف ټولو ګوندونو په يو ږغ سره د ټاکنو څخه د پرېکون او پکښي د برخه نه اخيستلو اعلان کړی دی. د حزب اختلاف مشر چارلس نديتيجي وايي چي د شفافو، آزادو او سوليزو ټاکنو له پاره شرايط نه دي برابر.

په زياته بيا د برونډي په پلازمېنه کي د بيري فضا خوره ده ولي چي خلک د تاوتريخوالي اندېښنه لري. د پلازمېني بويومبورا د يوې ناحيې چي پکښي اکثره بې وزله انسانان ژوند کوي، يو اوسېدونکې وايي: « د بويومبورا په مرکز کي راکټونه ولګېدل او د شپې پر وخت زموږ په ناحيه کي هم چاودنې واورېدل سوې.» د دغې مېرمني ګاونډۍ وايي چي په ښار کي ګډوډي حاکمه ده. دغه ښځه وايي چي د ښار زياتره اوسېدونکي په دې مصروف دي چي ځان په يو خوندي ځای کي پټ کړي. د هغې په وينا په داسي يوه وضعه کي د رايه اچونې له پاره د رايو مرکز ته ورتلل د تصور څخه ليري کار دي.

په خپله د پلازمېني بويومبورا په مرکزي برخه کي هم وضعه اضطراري ده. د پنجشنبې په ورځ تقريبا دوه سوه هغه محصيلين چي په اونيو اونيو يې دباندي احتجاجي کمپونو جوړ کړي ول او د ولسمشر پي يېر نکورون زيزا د استعفی غوښتنه يې کوله، د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت غولي ته ور واوښتل او هلته يې پناه وغوښته. دا په داسي حال کي چي د برونډي حکومت او امنيتي چارواکو څو ورځي تر مخه اعلان کړی ؤ چي د محصيلينو احتجاجي کمپونه به ليري کړي او د اړتيا په صورت کي به د زور څخه هم کار واخلي.

نړیوال فشارونه مخ پر زیاتیدو دي

په داسي حال کي چي د ټاکنو ورځي ته دوې ورځي پاته دي، د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د برونډي پر مشرتابه ږغ کړی دی چي د امنيتي دلايلو پر اساس دي ټاکني وځنډوي. د امريکا متحده ايالاتو، اروپايي اتحاديې او د افريقايي هيوادونو اتحاديې هم پر ولسمشر پي يېر نکورون زيزا ږغ کړی دی چي په هيواد کي روان سياسي بحران ته د پای ټکی کښېږدي. نکورون زيزا غواړي چي د دريم ځل لپاره ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړي، خو حزب اختلاف وايي چي دا کار د برونډي د اساسي قانون پر خلاف دی. د برونډي ۱۳ کلنه جګړه چي پکښي تقريبا ۳۰۰ زره انسانان ووژل سول، په ۲۰۰۶م مېلادي کال د اروشا په تړون پای ته ورسېده. حزب اختلاف وايي چي که نکورون زيزا د دريم واري له پاره ځان ولسمشرۍ ته کانديد کړي نو دا به د ۲۰۰۶م مېلادي کال د سولي د تړون د مادو پر ضد کار هم وي. په خپله د ولسمشر په ګوند کي هم د هغه ملاتړ مخ پر کمېدو دی.

د برونډي د ولسمشرۍ ټاکني د پارلماني ټاکنو څخه دوې اونۍ وروسته پلان سوي دي. ولسمشر پر دغه پلان هم ټينګار کوي او وايي چي د اساسي قانون محکمې د دې اجازه کړې او ده ته یې هم دريم ځل له پاره د کانديدۍ اجازه ورکړې ده.