1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د برونی پاچا شرعي قانون نافذوي

شمس الرحمان ناصر۱۳۹۲ آبان ۱, چهارشنبه

په برونی کې د اسلامي قوانینو نافذول د بشري حقونو نړیوال سازمان اندیښمن کړی. د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د برونای د پاچا حسن البلقیه، پر هغې پریکړې نیوکه کړې ده چې له مخې به يي د ده په هیواد کې اسلامي قوانین پلي شي.

https://p.dw.com/p/1A4qT
انځور: Reuters

د برونی پاچا حسن البلقیه، اعلان کړی دی چې هغه به د شپږو میاشتو په موده کې په پرله پسې ډول په خپل هیواد کې شرعي قوانین عملي کړې. د دغو قوانیونو له مخې به د غلو لاس پرې کیږي زناکاران به سنګساریږي. که یو مسلمان د سقط جنین او یا شراب څښلو په جرم ونیول شې نو د شرعي قانون له مخې به ورته سخته سزا ورکول کیږي.

که څه هم په دغه ختیځ آسیايي هیواد کې چې ډیر اوومه تیل یا نفت لري، یو شمیر اسلامي قوانین اوس هم عملي کیږي، خو هغه یوازې په ملکي برخه کي دي.

د فرانسې خبري آزانس د رپوټونو په حواله حسن البلقیه د سه شنبې په ورځ اعلان کړې دی چې تر دې وروسته به په پراخه کچه اسلامي قوانین عملي شي.

براجمان حسن البلقیه چې د ۱۹۶۷ کال راهیسې د چارو واګۍ په لاس کې لري یوه خبري کانفرانس ته د وینا پر محال وویل: «د الله پاک په فضل د دې قانون په عملي کیدو سره به زموږه فریضه ادا شي.» ویل کیږي چې دغه قوانین به یوازې د مسلمانانو په برخه کې عملي کیږي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د آسیايي څانګې د مشر مرستیال فل رابرتسن، د برونی په اساسي قوانینو کې د بدلون په اړه سخته اندیښنه ښوولې او هغه يي په بشپړ ډول ناجایزه بللی دی. فل رابرتسن ویلي دي: «د دې پر ځای چې برونی خپل ځان د سهیل ختیځې آسیا د اقتصادي بلاک یو مهم غړې ثابت کړي، د اتلسمې پیړۍ د ملوک الطوایفي خواصو پیروي کوي.»

د برونی تر ټولو لوې مذهبي مشر مفتي آوانګ عبدالعزیر په دې ټینګار کړی دی چې د شرعي قوانینو د عملي کیدو له امله به ټول خلک عدالت او انصاف ته لاسرسې پيدا کړای شي. د یادونې وړ ده چې په برونی کې د پاچا له خوا پر صادر شویو احکامو څوک نیوکه نه کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب