1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بروکسل هوايي ډګر بیا پرانیستل کیږي

۱۳۹۵ فروردین ۱۴, شنبه

د بروکسل هوایي ډګر بیرته د خلاصیدو په درشل کې دی. تر ځانمرګو بریدونو وروسته د هوایي ډګر چارواکي په ظاهر کې د پولیسو اتحادېې له استازو سره په یاد میدان کې د کلکو امنیتي تدابیرو د معرفي کولو په برخه کې موافقې ته رسیدلي دي.

https://p.dw.com/p/1IOUH
انځور: Reuters/F. Lenoir

د بیګا خبري آژانس ویلي دي چې د «بروکسیل زاونتیم هوايي ډګر» کیدای شي چې له لا کلکو امنیتي تدابیرو سره آن د یکشنبې په ورځ پرانیستل شي.

د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د زاونتیم هوايي ډګر د مارچ میاشتې له ۲۲ مې نیټې راهیسې، چې دوه ځانمرګې بریدونه په کې ترسره شول، تړل شوی دی. په دغو بریدونو کې ۳۲ تنه ووژل شول. د بریدونو مسوولیت د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې پرغاړه اخیستی دی.

هوایي ډګر ته تر هغه وروسته لا ډیر زیان ورسید چې امنیتي ځواکونو په دې ځای کې یو بل بم کشف او خنثی کړ. په دې چاودنه کې کوم چا ته زیان نه دی رسیدلی.

اوس په هوایي ډګر کې د «چیک این» یا مسافرو د ثبتولو یوه نوې موقتې سیمه پرانیستل شوي ده چې تر پخوا په کې لا سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. لا تر اوسه پورې د هوایي ډګر د بیا پرانیستل کیدو له پاره یوه رسمي نیټه نه ده تعین شوې، خو تمه کیږي د اپریل په دریمه نیټه به له دې نړیوال هوایي ډګر څخه پروازونه پیل شي. پلان شوې ده چې په لومړي سر کې د پروازونو کچه د پخوا په پرتله یوازې شل سلنه وي.

د پولیسو کنترول

د پولیسو اتحادیې دا غوښتنه چې د هوايي ډګر ودانۍ ته په رسیدونکو لارو کې د اضافي کلکو امنیتي تدابیر ونیول شي، د دې لامل شوې ده چې د هوايي ډګر په پرانیستل کې لا ډیر تاخیر رامنځ ته شي.

د بیلګا خبري آژانس ویلي دي چې د اتحادي استازي او د کورنیو چارو وزارت چارواکي، په هوايي ډګر کې د مسافرو او د هغو د مالونو د لا ښه کنټرولولو په برخه کې موافقې ته رسیدلي دي.

په هوایي ډګر کې د امنیتي تدابیر پر سره د پولیسو د اتحادیو تر منځ د یوې موافقې نه رامنځ ته کیدل، د بروکسل د هوایي ډګر د نه پرانیستل کیدو یو له لاملونو څخه دی. اوس هم د دې امکان شته چې پولیسو په یوه اعتصاب لاس پورې کړي او په دې ترتیب سره د هوايي ډګر پرانیستل کیدل د لا ډیرې مودې له پاره وځنډول شي.

۲۰۰ تنه اضافي پرسونل

د نویو اضافي امنیتي تدابیرو له مخې به د هر مسافر بکس چې ترمینل ته داخلیږي خلاص او لټول کیږي.

پولیس دغه راز د هوايي ډګر د خلاصولو پر مهال، په میدان کې د ۲۰۰ تنه اضافي پرسونل د ټاکلو غوښتنه هم کړې ده. دا نو اوس د پولیسو ټولنو او د کورنیو چارو وزارت پورې اړه لري چې یو له بل موافقې ته ورسیږي.

په ورته وخت کې بیلجمې رسنیو رپوټ ورکړې، چې د هوايي ډګر پولیس په یوه لیک کې په ډاګه کړې چې لږ تر لږه د ۵۰ اسلامي هیوادونو خواخوږي په هوايي ډګر کې په کار بوخت او دې ځای ته د ننوتو کارتونه لري. دغه ادعا په خپلواکه توګه نه ده تائید شوې.