1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بروکسل په هوايي ډګر کې دوه چاودنې شوې

۱۳۹۵ فروردین ۳, سه‌شنبه

د بروکسل په هوایي ډګر کې د دوو چاودنو خبر ورکړل شوی دی. تر اوسه پورې لا د چاودنو د څرنګوالي او دا چې ولي رامنځ ته شوي دي، په اړه څه نه دي ویل شوي.

https://p.dw.com/p/1IHKz
د بروکسل نړيوال هوايي ډگر
انځور: Reuters/E. Vidal

بلجیمي رسنیو د سه شنبې په سهار د بروکسل په زاوینتیم نړیوال هوایي ډګر کې د دوو چاودنو خبر ورکړ.

د بیلجا خبري آژانس ویلي دي چې د چاودنو په پایله کې لږ تر لږه یو کس وژل شوی دی. عیني شاهدانو ویلي دي چې چاودني ډیر نور کسان ټپیان کړي هم دي.

د هوایي ډګر ویاندې انکې فرانس، ویلي دي: «په هغه دهلیز کې چې تلونکو الوتکو ته لار لري، دوې چاودنې شوې دي. د لومړنیو مرستو تیمونه اوسه په سیمه کې دي چې له ټپي شویو کسانو سره مرسته وکړي.»

بريتانوي تلويزيوني چينل سکای نيوز خبر ورکړی دئ چي چاودنه هغي دروازې ته رامنځ ته سوې چي امريکا متحدو ايالاتو ته الوتکي په انتظار مسافر ناست ول.

د هوایي ډګر له دغه ځایه دود پورته شوی او ډیري ښیښې یې ماتې شوې دي.

پولیسو ویلي دي لا تر اوسه پوري روښانه نه ده چې چاودنې د یوه ترهګریز برید په پایله کې رامنځ ته شوي او که کومه بله پیښه وه.

تر پیښې وروسته د بروکسل هوايي ډګر د یوې نامعلومې مودې له پاره تړل شوی دی.