د بريتانيا د سلطنتي کورنۍ آلمانی رگ و ريښه
د اليزابېت دويمي ۹۰مه کليزه د شنبې په ورځ په خورا لويو مراسمو سره ونيول سوه. خو ايا خبر ياست چي د بريتانيې شاهي کورنۍ د آلمان سره هم رګ وريښه لري؟
اليزابېت دويمه په اصل کي د ۱۹۲۶ کال د اپريل په ۲۱مه زېږېدلې ده. خو دا چي په اپريل کي په بريتانيه کي موسم ښه نه وي، نو دا دود ګرځېدلی چي د هغې د زېږېدني جشن په جون کي تجليل سي. د هغې د ۹۰ کالو کېدو جشن د جون په ۱۱مه نېټه د شنبې په ورځ په لويو مراسمو ولمانځل سو. د آلمان سره د هغې د کورنۍ د ريښو په هکله په راتلونکو انځورونو کي معلومات لوستلای سئ.
دوهمه ملکه اليزابت چي اوس ۹۰ کاله عمر لري د ۲۰۱۵م کال په مني کي هغې په ۶۳کاله او ۷ مياشتي سلطنت سره د سلطنتۍ ريکارد مات کړ. دوهمه اليزابت د ۲۰۱۵م کال په جون مياشته کي په څو ورځني سفر آلمان ته راورسېدله. دغه هيواد ته د هغې سفر په حقيقت کي د آبا و اجدا خاوري ته سفر ؤ.
د بريتانيا په سلطنتي کورنۍ کي د آلمانانو «رگ و ريښه» دومره روښانه ده چي بې بې سي شبکې د جرج اول، د تاج ايښوولو د درې سومي کاليزه په مناسبت د مستندو فيلمونو په جوړولو کي دغي موضوع ته پام اړولی وو. (Georgians: the German Kings Who Made Britain The First) اول جورج: آلمانی پاچا چي بريتانيا ئې جوړه کړه.
گيورگ لودويگ يا هغه اول جورج لوييز د انگلستان له «هانوفري» پاچيانو څخه لومړی وو چي له ۱۷۱۴م څخه تر ۱۷۲۷م کاله پوري ئې پر لويي بريتانيا او ايرلند باندي حکومت وکړ. د هغه فرمان دغه راز د آلمان په شمال هانوفر کي هم چلېدی. جورج لوييز چي د آلمان په اوسنابروک کي مړ سو دوه اولاده ئې لرل: دوهم جورج او سوفيا چي د پروس ملکه سوه.
گيورگ اگوست يا هماغه جورج آگوستوس له هانوفر کورنۍ څخه دوهم پاچا وو چي د همدغه ښار د هرن هاوزن په ماڼۍ کي وزېږد او له ۱۷۲۷م کال څخه ئې تر ۱۷۹۶ ميلادي کاله پوري پر لويي بريتانيا او ايرلند پاچاهي کوله. هغه وروستۍ انگليسی پاچا وو چي د جنگ په ډگر کي ئې عسکرو ته قومانده ورکوله.
دريم جورج، د هانوفري سلطنتي کورنۍ دريم پاچا وو چي د ۱۷۶۰م کال د اکتوبر مياشتي له ۲۵ څخه د ۱۸۰۱م کال د جنوري مياشتي تر لومړۍ نېټې پوري ئې پر بريتانيا سلطنت وکړ. په دغه وخت کي بريتانیا د خپلو مستعمرو تر ټولو مهمه برخه يعني شمالي امریکا له لاسه ورکړه، چي وروسته بيا امريکا متحد ايالات هيواد جوړ سو.
گيورگ آگوست فريدريش يا هماغه جورج آگوستوس فريدريک، په بريتانيا کي د هانوفري کورنۍ څلورم پاچا وو. هغه د ۱۸۱۱م کال د فيبروري مياشتي له ۵ څخه د نايب السلطنه او د پلار تر لېونتوب وروسته ئې د حکومت واگي په لاس کي ونيولې او د ۱۸۳۰م کال د جون مياشتي تر ۲۶ نېټې يا تر مرگه پوري د بريتانيا او ايرلند پاچا او دغه راز د هانوفر پاچا وو.
په بريتانيا کي د هانوفري کورنۍ سلطنت د جورج آگوستوس فريدريک د ورور څلورم ويليام څخه د ويکتوريا ملکې ته ورسېد. هغې هم د آلمان د ساکس-کوبورگ او گوثا کورنۍ له شازاده آلبرت سره واده وکړ.
د ويکتوريا زوی يا ځای ناستي اووم ادوارد په دغه وخت کي د بلي سلطنتي آلمانۍ کورنۍ سلطنت پيل کړی (د آلمان د ساکس-کوبورگ او گوثا کورنۍ) څو وروسته بيا سلطنت فردريک ارنست آلبرت يا هماغه پنځم جورج ته ورسېد. پنځم جورج چي د ملکې اليزابت نيکه دئ، د آلماني ضد احساساتو له کبله ئې په لومړي نړيوال جنگ کي خپل کورنۍ نوم په ويندسور واړاوه. په انځور کي پنځم جورج او قيصر ويلهلم ښکاري.
جالبه دا ده چي پنځم جورج په عيني حال کي د آلمان پاچا قيصر ويلهلم سره نزدې کورنۍ ريښه لرله.
مثلث هغه وخت بشپړ کيږي چي وپوهيږو چي پنځم جورج د روسيې د وروستي تزار دوهم نيکولای سره هم نژدې کورنۍ ريښه لرله.
د پنځم جورج تر مرگ وروسته، اتم ادوارد د ۱۹۳۶م کال د جنورۍ مياشتي له ۲۰ نېټې څخه د ۱۹۳۶م کال تر دسمبر مياشتي پوري د لويي بريتانيا پاچا وو خو تاج ايښوونه ئې نه وکړه، ځکه چي هغه له يوې امريکايي طلاقۍ سره واده وکړ او له سلطنته پر شا سو.
د اتم ادوارد تر پرشا کېدو وروسته د ويندسور کورنۍ غړي، ملکې اليزابت پلار شپږم جورج چي په واقعيت کي د آلمان د ساکسن- کوبورگ او گوثا کورنۍ ده، د بريتانيا پاچاهي پرغاړه واخيسته. هغه د ۱۹۵۲م کال د فيبرورۍ مياشتي پر ۶ نېټه په ۵۶ کلنۍ کي مړ سو.
دوهمي اليزابت د ۱۹۵۳م کال د جون مياشتي پر دوهمه نېټه تاج پر سر کړ او له هغه راهيسي تر ننه پوري د سلطنت په دوران کي ئې ۱۲ لومړي وزيران تير سوي.
د مور له مخالفت سره سره اليزابت د ۱۹۴۷م کال د نوامبر مياشتي پر ۲۰ نېټه له شازاده فيليپ سره واده وکړ او په دې سره ئې عملاً د بريتانيا په سلطنتي کورنۍ کي آلمانۍ «رگ و ريښې» ته دوام ورکړ.
شازاده فيليپ، که څه هم چي د يونان په کورفو ټاپو کي زېږېدلی دئ او په رسمي توگه د يونان او دنمارک شازاده ياديږي خو آلمانۍ ريښه لري. د هغه پلار د آلمان د شلسويگ هولشټاين-زوندربوگ-گلوکس بورگ له اشرفي کورنۍ څخه وو. فيليپ د مور له خوا هم د هسن په باتن برگ خاندان پوري اړه لري.
ملکې اليزابت لومړی وار له خپل مېړه سره د ۱۹۶۵م کال په می مياشت کي آلمان ته سفر وکړ.