1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بريتانيا صدراعظم افغانستان ته تللی

۱۳۹۱ دی ۱, جمعه
https://p.dw.com/p/177SJ

د بريتانيې صدراعظم دیوید کېمرون په افغانستان کښي د عیسوي اختر (کريسمس) دمخه له خپلو عسکرو سره ولیدل. ده په هلمند کښي د خپلو عسکرو د لیدني پر وخت د خپل حکومت د هغه پلان دفاع وکړه، چي د راتلونکي عیسوي کال تر پایه پوري به تقریباً نیمايي بريتانوي عسکر له افغانستان څخه وباسي. کېمرون وویل چي افغاني امنیتي قواوي، لکه څرنګه چي یې انتظار کیدی، تر هغه هم ښې دي. ده وویل چی د دغو عسکرو راایستل د بریالیتوب په چوکاټ کښي یو عمل دی، او نه د ناکامی په معنی. کېمرون اضافه کړه چي د چارشنبې په ورځ د بريتانيې د حکومت هغه تصمیم چي د ۲۰۱۳ م کال تر پایه پوري به د ۹۰۰۰ بريتانوي عسکرو څخه تقریبأ ۳۸۰۰ باسي، د ښو نظامي دلایلو پر اساس نیول سوی دی. د ده حکومت ډاډ ورکړ، چي د عسکرو وتل به داسي تر سره سي، چي ترهګري اعمال به بیرته ډیر نسي.