1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بريښنا سکتور پر کومي خوا روان دئ؟

مسعود جهش (Reuters)۱۳۹۲ فروردین ۲۷, سه‌شنبه

د افغانستان بريښنا شرکت، په وروستیو وختونو د هغو کسانو څخه د پيسو اخيستل پيل کړي دي چي مخکي ئې نه ورکولې. اوس دغه شرکت د هغو کسانو بریښنا قطع کوي چې پيسې ئې نه وي تحويل کړي.

https://p.dw.com/p/18Ggm
Afghanistan Stromeinrichtung Brechna

دې شرکت تیر کال د ۱۰۰۰هغو کسانو بریښنا قطع کړه چې د دې شرکت محصول یې نه وو تحویل کړی. تر دې کار وروسته دې شرکت۲۳۰ میلیونه ډالر راټول کړل او په دې ترتیب سره یې په عوایدو کې۴۰ سلنه ډیروالی راغی.

درې کاله مخکې د دې شرکت نیمه بریښنا غلا شوې وه. دا په دې معنی چې د دې شرکت له خوا راوارد شوې نیمایي بریښنا ډيرو کسانو په غير قانوني توگه کاروله او محصول ئې نه تحويلاوه. خو تیر کال بیا د دې شرکت د بریښنا د غلا کیدو کچه یو پر دريمه برخه لږسوه.

افغانستان د بریښنا د سکتور ودې ته ډیره سخته اړتیا لري. له دې لاري دغه هیواد کولای شي چې خپلو وګړو ته د کار زمینه برابره کړي، خپلي زېرمې راوباسي او دغه راز د خکلو په منځ کې د مرکزي حکومت ملاتړ ډير کړي.

په وروستیو کلونو کې افغانستان د بریښنا په برخه کې یو څه پرمختګ کړی دی، خو دغه پرمختګ ډیر کرار وو. په ۲۰۰۸ کال کې د افغانستان د بريښنا شرکت، جوړ شو. تر دې وروسته په همدغه کال کې مرستندویه هیوادونو یوه پروژه تمویل کړه چې په ترڅ کې یې له ازبکستان څخه د بریښنا مزي وغځیدل. په دې ترتیب سره نو تیر کال د افغانستان د بریښنا واردات ۱۱۰۰ مېګاواته ته ورسیدل.

په افغانستان کې د امریکا د پرمختیایی ادارې(USAID) يو چارواکی روزین کیسي، وایي: «د افغانستان د بريښنا شرکت د یوه لوی ځوان شرکت په توګه په کم وخت کې ډیره وده کړې ده.»

اوس افغانستان خپله ۸۰ سلنه بريښنا له ګاونډیو هیوادونو څخه واردوي. د افغانستان د بریښنا شرکت اوس له ډیرو ستونزو سره هم مخامخ دی. په دغو ستونزو کي یوه یې د زورواکانو له خوا د بریښنا د پېسو نه ورکول دي.

د افغانستان د بریښنا شرکت مشر میرویس عالمي، وایي: «موږ اوس له ډیرو ستونزو سره مخامخ یو. ځیني کسان داسې فکر کوي چې باید مفته بریښنا ولري. له دې کبله نو کله چې موږ هڅه کوو چې له هغوی څخه پیسې واخلو، هغوی له پیسو څخه انکار کوي او یا هم موږ ته له پارلمان څخه زنګ وهي او زموږ پر وړاندي ستونزي رامنځ ته کوي.»

بهرنۍ مرسته

دا چي د افغانستان بریښنا شرکت د خپلو پيسو د راټولو توان نه لري، بهرني هیوادونه کله متحده ایالات، هندوستان او آلمان له دې شرکت سره مرسته کوي چې خپله شبکه نوره هم وغځوي.

په پلان کي ده چي دغه شرکت به خپله شبکه له کابل څخه کندهار ته وغځوي او په دې ترتیب سره به دې ناامنه ولایت ته بریښنا ورسوي. دغه پروژه به تر ۲۰۱۶ کال پورې بشپړه شي. دغه شرکت اوس کندهار ته د دیزلي جنراتورونو له لارې بریښنا ورکوي.

تیر کال د متحده ایالاتو یوه قراردادي ۱۳میلیونه ډالر مصرف کړل چې په کندهار ښار کې نوي مېترونه نصب کړي. خو څارونکو دغه مېترونه په ګودامونو کې موندلي دي او ويل کيږي چي ستونزي لري او په کندهار کې ورڅخه کار نه شي اخیستل کیدای.

د نړیوال بانک د وروستي رپوټ له مخې اوس مرستندویه هیوادونو په افغانستان کې د بریښنا پر پروژو باندې ۱.۶ میلیارده ډالر مصرفوي. پر دې سربیره تر ۲۰۱۹ کال پورې ۶.۳ میلیارده ډالر د برېښنا په برخه کي د پروژو عملي کولو ته اماده شوي دي.

د وارداتي بريښنا تر څنګ په افغانستان کي د اوبو د بندونو جوړل هم د نړیوالې ټولنې په لومړیتوبونو کې دي. یو له دغو بندونو څخه چې په وروستیو کلونو کې ورباندي کار روان دی د هيلمند د کجکي بند دی چي اوس يې کار ولاړ دی.

څو کاله مخکي بریتانیاوي سرتیرو د کجکي بند ته یو توربین خريداري کړ، چې چینایي انجینیرانو باید هغه نصب کړی وای. خو دغو انجینیرانو دغه پروژه ځکه پرېښول چې د یاغیانو تر یوه يرغل لاندي راغلل. تر دې وروسته بیا د دې پروژې قرارداد یو بل شرکت ته ورکړل شو، خو ولسمشر کرزي بیا وروسته وویل هغه غواړي د افغانستان د بریښنا شرکت د دې پروژې مسئولیت پر غاړه واخلي.

اوس نو د دې توربین پر نصبولو باندي شرکتونه داوطلبي کوي او تر اوسه لا روښانه نه ده چې څو وخت به ئې د نصبولو کار پیل شي.

د بندونو جوړول افغانستان ته د بریښنا رسولو تر ټولو ښه لار ده. خو دغه بندونه تل د ويرانۍ له خطر سره مخامخ وي. تیره میاشت افغان چارواکو د هرات ولايت سلما بند ته نژدې یو ټن چاودیدونکي مواد وموندل.