1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بریتانیا پارلماني ټاکنې پېل شوې

۱۳۹۶ خرداد ۱۸, پنجشنبه

د بریتانیا د پارلمانې ټاکنو له پاره رای اچول کیږي. که څه هم اټکل کیده چې لومړۍ وزیره مې، به دغه ټاکنۍ په اسانۍ سره وگټي خو د بریدونو تر سیورې لاندې تر سره شویو کمپاینونو وروسته د ټاکنو د پایلو په هکله وړاندوینه گرانه ده.

https://p.dw.com/p/2eIe4
Großbritannien Parlamentswahl
انځور: Reuters/N. Hall

د بریتانيا لومړۍ وزیرې د اپریل میاشتې په لومړیو کې د وخت تر مخه د ټاکنو ترسره کیدو غوښتنه وکړه. هغه مهال تریسا مې او محافظه پاله گوند یې په نظر پوښتنو کې ډیر مخکې وو او هغه هیله منه وه چې د یوې پیاوړې رهبرې په توگه به له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو پروسه پر مخ بوزي.

خو په لندن او مانچستر کې وروستیو ترهگریزو بریدونو او همداشان په ټاکنیزو مبارزو کې ځینې ناسمو گامونو هم د هغې شهرت راکم کړی دی.

په عین وخت کې د اپوزیسیون د کارگر گوند مشر جیریمي کوربین، خپل انتخاباتي کمپاین په فعاله توگه پرمخ وړی. د دواړو کاندیدانو تر منځ د سختې سیالۍ اټکل کیږي.

په داسې حال کې چې تریسا مې د پارلماني څوکیو د راخپلولو له پاره د هیواد لیرې پرتو سیمو ته سفرونه کول او د فعالانو کوچینو غونډې ته یې په سختو شعارونو سره وینا کوله، نو کوربین د سترو غونډو په ترڅ کې راڅرگندیده.

میرمن مې، د چهارشنبې په ورځ چې د انتخاباتي مبارزو وروستۍ ورځ وه خبریالانو ته وویل چې د وخت ترمخه د ټاکنو په هکله پیښمانه نه ده: «ما له انتخاباتي کمپاین خوند واخیست. کله چې خلک رای اچوني ته ورځي، نو هغوی یو روښانه انتخاب لري.» خو هغې وویل چې د ټاکنو د پايلو په هکله کومه وړاندوینه نه کوي.

۶۸ کلن کیڼ اړخی سیاستوال کوربین، چې هیڅ کله یې د وزارت پر څوکۍ کار نه دی کړی په گلاسکو کې له خپلو پلویانو وغوښتل چې ستر فکر وکړي.

د لومړۍ وزیرې په توگه تر ټاکل کیدو وروسته دا د مې له پاره لومړۍ ټاکنې دې چې تر سره کیږي. کله چې په تیر میلادي کال کې په یوه ریفرنډم یا ټولپوښتنه کې ۵۲ سلنه خلکو له اروپایي اتحادیې څخه د وتلو په پلویتوب رای ورکړې، نو هغه د ډیوډی کېمرون ځای ناستې شوه.

دا دریم وار دی چې بریتانویان په دوو کلونو کې درې وارې خپله رای کاروي. دوه ځله یې د پارلماني انتخاباتو له پاره او یو ځل هم د ریفرنډم له پاره خپله رای وکاروله.

دغه ټاکنې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې تر سره کیږي. د منځنې اروپا په وخت د سهار پر اتو بجو په بریتانیا، سکاټلنډ، ویلز او شمالي آیرلنډ کې د رای ورکولو ۴۰۰۰۰ مرکزونه پرانیستل شول. بریتانویان کولای شي د سیمې په وخت د شپې تر یوولسو بجو پورې خپله رایه ورکړي او د جمعې په ورځ به د ټاکنو رسمي پایلې اعلان شي.