1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بریتانیا پر يوې سیاستوالي حمله سوې

آژانسونه/ ع.ح۱۳۹۵ خرداد ۲۷, پنجشنبه

د بریتانیا د کارگر گوند پارلماني استازې جو کاکس، چې د اروپا له اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو سرسخته مخالفه ده، په مرميو ويشتل شوې او په جړې وهل شوې ده. دغه پیښه د بریتانیا په شمالې ښار لیدز کې شوې ده.

https://p.dw.com/p/1J8I3
انځور: picture-alliance/empics/Y. Mok

دغه سیاستواله د لیدز ښار ته نژدې د سیمې د خلکو یوې غونډې ته بلل شوې وه.  د بریتانیا نشراتې مؤسسې، BBC رپوټ ورکړ چې میرمن کاکس د یو امبولانس موټر په واسطه یوه روغتون ته لیږدل شوې ده.

ویل شوي دي چې د هغې روغتیايي حالت خطرناک دی. یو بل سړی لږ څه ټپي شوی دی. پولیسو وویل چې هغوی  مشکوک برید کوونکی  چې ۵۲ کاله عمر لري نیولی دی.

برید کوونکي چيغه کړه: «لومړۍ بریتانیا»

بریتانوي ورځپانې «تیلگراف» لیکلي دي چې یوه سړي له حملې څخه مخکې  په انگلیسی ژبه چیغه وکړه:«فرست بریتن» یعنی «لومړې بریتانیا».

د گاردین ورځپاڼي د رپوت له مخې، له هغې وروسته دغه سړي پر نوموړي سیاستوالي برید وکړ. له هغې وروسته دوه ډزونه وشول. یوه اونۍ وروسته بریتانویان په یوه ټول پوښتنه کې تصمیم نیسي چې آیا بریتانیا د اروپا په اتحادیه کې پاته شي که نه!

د کارگر گوند نوموړي سیاستوالې په تیرو اونیو کې  د اروپا په اتحادیه کې د بریتانیا د پاتېدو له پاره غږ وکړ. د اروپا د اتحادیې پلوو بریتانویانو د دغې پیښي له امله خپلې غونډې او کمپاینونه درولې دي.

د بریتانیا صدراعظم، دیوید کمرون د دفتر له خوا په یوه وینا پاڼه کې ویل شوي دي چې دغې پیښی هغه سخت غمجن کړی دی. میرمن کاکس د دوو ماشومانو مور ده.

دغه ۴۱ کلنه سیاستواله له ۲۰۱۵م کال راهيسي په پارلمان کې د اپوزسیون کارگر گوند استازې ده. تر دې مخکې هغې د بریتانوي مرستندوی سازمان «اکسپام» سره کار کاوه.