1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بریښنایي تذکرو پر ویش باندې ټینګار

سید ریاض (حسین سیرت)۱۳۹۲ فروردین ۸, پنجشنبه

افغان چارواکي وایي چې هڅه کوي د الیکترونیکي تذکرو په ویشلو په افغانستان کې میشت د بهرنیو هیوادونو اتباع وپیژندل شي. پلان شوې وه چې د حمل په څلورمه نیټه دغه د دغو تذکرو ویش پیل شي، خو لا تر اوسه دغه بهیر نه دی پیل شوی.

https://p.dw.com/p/185Tk
ARCHIV - An Afghan voter shows her inked-finer after casting her ballot at a polling station, during parliamentary elections, in volatile Kandahar, Afghanistan on 18 September 2010. Despite the presence of more than 400,000 Afghan and international forces, election authorities said more than 1,000 polling stations in the south and east of the country could not be opened for security reasons, denying around 1.5 million Afghans the possibility of voting. Photo: EPA/HUMAYOUN SHIAB (zu dpa Jahreschronik - Die wichtigsten Ereignisse des Jahres 2010) +++(c) dpa - Bildfunk+++
Jahresrückblick 2010 International September Wahlen in Afghanistanانځور: picture alliance/dpa

د افغانستان د کورنیو چارو او مخابراتو وزارتونو د دغه تذکرو په اړه د خلکو د پوهاوي پروګرامونه پیل کړي دي. دغه وزراتونه یوازې د کابل ښار په ۱۱ او ۱۷ ناحیو کې خلکو ته د دغو تذکرو په اړه معلومات ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت د اداري چارو معین میرزا محمد یارمند، چې د الیکترونیکي تذکرو د ویشلو د بهیر مشري کوي وایي چې هڅه کیږي د دغو تذکرو په ویشلو سره پردي خلک وپیژندل شی. هغه زیاتوي: «هغه څه چې ډیر مهم دي، د پردیو اتباعو پيژندل دي. په تیرو ۳۳ کلونو کې عربان راغلل او ودونه یې وکړل، چیچنیان راغلل، ازبکستانیان، تاجیکستانیان او ایرانیان هم ښایي راغلي وي.»

د دغو دواړو وزارتونو د چارواکو په وینا په دغو تذکرو کې قومیت، ژبه، د ګوتې نښه او د سترګې عکس ځاي پر ځای کیږي.

د قوم تعینولول

په بریښنایي تذکرو کې د هویت تعینول یوه شخړه ییزه مسله وه. خو په پای کې چارواکو اعلان وکړ چې د تذکرې پر اصلي مخ باندې هویت «افغان» لیکل کیږي خو هغه حافظه چې په خپله په تذکره کې ځای پر ځای ده، په کې د کس ټول مشخصات ثبتیږي. په دغو مشخصاتو کې به د هر وگړي قومیت هم شامل وي. په عین وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې پر دې خبره ټینګار کړی دی چې د افغانستان ټولو اتباعو ته دې الیکترونیکي تذکرو د تر لاسه کولو زمینه برابره شي.

په افغانستان کې د څو لسیزو جګړو په ترڅ کې په زرګونو افغانانو خپل کلي پریښي دي او په نورو ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي. دغه موضوع ښایي د بریښنایي تذکرو د ویش له پاره یوه ننګونه وي. سناتور علي اکبر جمشیدي وايي: «په افغانستان کې ډیری خلک له یو ځای ځای څخه بل ځای ته کډه شوي دي. که چیرې د کورنیو چارو وزرات د بریښنایي تذکرو د ویش په برخه کې خلکو ته ووایي چې خپلو اصلي ځایونو ته ولاړ شي، دا به لویه ستونزه رامنځ ته کړي.»

جعلکاري

اوس مهال د افغانستان د تابعیت سند ډیر ساده جوړښت لري او د یوه افغان هویت ځانګړتیاوې یوازې په یوه پاڼه کې لیکل شوي وي. نو له همدې کبله د دغه سند د جوړیدو په برخه کې د جعلکارې له پاره په لویه کچه زمینه برابره ده او په ځیني مواردو کې یوه کس د بیلا بیلو ولایتونو څخه په مختلفو هویتونو او نومونو تذکرې تر لاسه کړي دي.

د کابل ولایت سناتور صادقي پرواني په دې اړه وايي: «دغه تذکرې ډیرې ښې دې ترڅو په پاسپورټ او تذکره کې جعلکاري او تقلب له منځه ولاړ شي.»

اوسنۍ تذکرې د ځانګړو معلوماتو د نه لرلو او همداشان په انګلیسي ژبه د معلوماتو د نه شتون له امله افغان وګړي په بهرنیو هیوادونو کې له ډیرو ستونزو سره مخامخوي.

د بلقیس روشن په نوم یوه سناتوره وايي چې افغان وګړي په ځانګړي توګه محصلین چې د زده کړو له پاره له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته سفر کوي، د غیر معیاري تذکرو د درلودلو په دلیل له یو شمیر ستونزو سره مخامخ کیږي: «اوس په نورو هیوادونو کې زموږ محصلین دې ته اړ دي، چې خپلې تذکرې وژباړي. دغه کار ډیر وخت نیسي او ډیرې ستونزې رامنځ ته کوي.»

افغان حکومت ټینګار کوي چې د انتخاباتي کارتونو د توزیع کولو په ترڅ کې د میلیونونو ډالرو د لګښت د مخنیوي په خاطر، بریښنایي تذکرې وویشي چې په ټاکنو کې د تقلب مخه ونیول شي.