1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشريت په وړاندي راتلونکي ننګوني څه دي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۵, پنجشنبه

د ملګروملتو د يورپوټ له مخي د نړي نفوس په ډيري چټکتيا سره مخ پرزياتيدو دي. د راتلونکي اکتوبرپه پاي کي هغه ماشوم چي دنيا ته سترګي غړوي، هغه د نړي د نفوس 7 ملياردم انسان دي. ډيرخلک غواړي په ښارونو کي ميشت شي

https://p.dw.com/p/119OD
د آسیا او افریقا په وچو کی تر بلی هر وچی نفوس مخ پر زیاتیدو دی
د آسیا او افریقا په وچو کی تر بلی هر وچی نفوس مخ پر زیاتیدو دیانځور: dpa

د ملګرو ملتونو نړيوال سازمان د خطر زنګ غږولی. د نړي نفوس هغه څه چي اټکل کيده، لا ډير په چټکي سره مخ پر ډيريدو دي. خوراکي توکي، اوبه او انرژي په ډيره اندازه په مصرف رسييږي، د نړي د زياتو هيواودونو وګړي د لويديځو هيوادونو د ‌ژوندانه کچي ته د رسيدو لپاره هلي ځلي کوي.

دا چي طبیعت د ورانيدو په حال کي دي او د طبيعي شتمنيو پر سر د خونړيو جګړو ګواښ کيږي د بشريت دپاره ډيره ستره انديښنه ده. د ملګرو ملتونو د وړاندويني د ارقامو پر اساس د اکتوبر د مياشتي په 31 نيټه 7 ملياردم انسان نړي ته سترګي غړوي.

د نړي د نورو سيمو په پرتله د افريقا په لويه وچه کي نفوس تر ټولو نوروسيمو مخ په ډيريدو دي. د اټکلونو پر بنسټ تر 2050م کال پوري به د نړي نفوس 9300 ميلونو انسانانو ورسيږي.

اټکل کيږي چي له کليو او بانډو څخه د ښارونو په لور د څه نا څه 2000 ميلونو خلکو کډه کيدل په خپل ذات کي په سترو ښارونو کي ژوند په يوه ناورين بدلوي. له دي بدلون سره کارپوهان د ښارونو د «نفوس د چاودني» خبره کوي

د ملګرو ملتونو د نفوس شميرني د اداري څخه توماس بوټنر په ښارونو کي د ناخوال ژوند خبرداري ورکوي. هغه زياتوي: «ستونزه دا ده چي دغه 2000 ميلونه خلک چي له کليو او بانډو څخه د ښارونو پر لور مخه کوي پداسي حال کي ده چي د ښارونو اوسني اوسيدونکي د خپلي خوراک او څښاک ، سر پناه، اوبو، بريښنا او روغتيايي او ټولنيزو خدماتو له بي شميرو ستونزو سره لاس او ګريوان دي.»

همدا اوس په نړي کي ډير ښارونه شته دي چي د 20 ميلونو څخه تر 30 ميلونو پوري نفوس لري، د بيلګي په توګه شانګهاي کي 30 ميلونه خلک ژوند کوي، مکسيکو، قاهري او ټوکيو هر يو 20 مليونه نفوس لري.

د ملګرو ملتو د اټکل له مخي د نړي په نفوس کي دغه ستر بدلون او بيا په خاصه توګه ښارونو ته د هغو مخ اړول د بشريت لپاره يوه ستره ننګونه ده. هغه بايد له دغي ننګوني سره د مقابلي لپاره دغو پوښتنو ته ځواب پيدا کړي: د خوراکي توکو او د څښاک د اوبو سرچيني څرنګه خوندي وساتي؟ د اقليمي ناورين مخنيوي څرنګه وشي؟

د نوموړو ننګونو په پام کي نيولو سره په داسي حال چي نړي همدا اوس د بي وزلي په ستر سمندري کي لاهو ده، د بي وزلي پر ضد مبارزه نوره هم ورځ په ورځ سختيږي.

کاترين مارتينز/ سيد رياض

کتونکي: عبدالباري حکيم