1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغان ځواکونه ښوونځي د پناه ځای په توګه کاروي»

آژانسونه/ خ.ح۱۳۹۵ مرداد ۲۷, چهارشنبه

د بشري حقونو د څار سازمان د چهار شنبې ورځې په یوه رپوټ کې راغلي چې افغان امنیتي ځواکونه په بغلان ولایت کې له ښوونځیو څخه د پناه ځای په توګه کار اخلي چې له کبله یې ماشومان او د هغوی زده کړې له ګواښ سره مخامخیږي.

https://p.dw.com/p/1JjTv
انځور د يوه تړلي ښوونځي دی
انځور د يوه تړلي ښوونځي دیانځور: DW

په رپوټ کې افغان ځواکونه په دې تورن شوي دي چې د طالبانو تر ولکې لاندې په ځینو کلیو کې په جګړې کې په «زیاتیدونکې توګه له کلکو کانکریټي ښوونځیو څخه د پوځي اډو په توګه کار اخلي».

د خپور سوي رپوټ په حواله په بغلان ولایت کې نږدې ۱۲ ښوونځي د «پوځي اډو» په توګه کارول کیږي چې ښوونځي، زده کوونکي او ښوونکي د وسلوالو له خوا د برید له تهدید سره مخوي. دا کار په افغانستان کې زده کړې ته د ماشومانو د لاسرسي حق او په هیواد کې په لسګونه زره زده کوونکي په خطر کې اچوي.

په افغانستان کې شاوخوا اته میلیونه ماشومان په ښوونځیو کې ثبت شوي دي.

بغلان او کندوز د هغو ولایتونو په ډله کې دي چې له ډیرو نا امنیو سره لاس او ګریوان دي او ګڼ شمیر ولسوالۍ یې د طالبانو له بریدونو سره مخامخیږي او یا هم په بشپړه توګه د د دغې ډلې تر ولکې لاندې دي.

د بشري حقونو د څار سازمان له افغان دولت او امنیتي ځواکونو څخه غوښتي چې د زده کړې له مرکزونو څه د پوځي اډو په توګه کار وا نه خلي او د هغو کسانو پر وړاندې چې په دې کار لاس پورې کوي، سخت قانوني چلن وکړي.

دغه سازمان پر طالبانو باندې غږ کړی دی چې په ښوونځیو بریدونه ونه کړي.