1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو سرغړونکي باید حکومت کی برخه ونه لري

سیرت/ شمس االرحمن ناصر۱۳۹۳ آذر ۱۶, یکشنبه

د افغانستان د جگړې قربانیانو په لسگونو تنه خپلوانو او د کورنۍ غړو د بشري حقونو د اونې په مناسبت په کابل کې لاریون وکړ. و د بشري حقونو څخه د سرغړونو د پای ته رسولو او مجرمینو ته دسزا غوښتنه وکړه .

https://p.dw.com/p/1E0WZ
په کابل د بشری حقونو د فعالینو لاریون
په کابل د بشری حقونو د فعالینو لاریونانځور: DW/H. Sirat

په داسې حال کې چې مظاهره کوونکو د جگړو د قربانیانو انځورونه له ځان سره لیږدول، د افغانستان له حکومت، نړیوالو ځواکونو، طالبان او ټولو هغه ډلو څخه چې پر زورزیاتي لاس پورې کوي غوښتنه وکړه چې تر دې ډیر دې نور د افغانانو وینې نه تویوي او د بشري حقونو څخه سرغړونې دی پای ته ورسوي.


په افغانستان کې د دریو لسیزو جگړو په جریان کې په زرگونو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او اوس د هغوې کورنۍ د عدالت غوښتونکي دي. مظاهره کوونکودغه شعارونه ورکول: « عدالت غواړو» د ډله ایزو قبرونو عاملین باید مجازات شي» او « د ځانمرگي بریدونو اصلي پلانونکي باید محاکمه شي.»


دغه مظاهرې د یکشنبې په ورځ په کابل کې په لاره اچول شوې وو. د دغو مظاهرو په لاره اچوونکي وایې چې اوس هم په افغانستان کې بشري حقونه تر پښو لاندی کیږي، ښځې او ماشومان د دغو جگړو اصلي قربانیان دي. د افغانستان د عدالت غوښتونکو د ټولنۍ مشره او د دغو مظاهر په لاره اچونکۍ ویدا احمدي وویل:«اوس هم پر ماشومانو تیرې کیږي، اوس هم پر ښځو تیرې کیږي، اوس هم چور او چپاول جریان لري. دا ځکه ټول هغه کسان چې په جنایتونو کې یې لاس درلود په یو شکل نه یو شکل په دولت کې برخه لري، دوی یا په پارلمان او یا هم په وزارتخانو کې تکیه وهلې ده».
د بشري حقونو سرغړونکي باید معافیت ونه ولري

Afghanistan Demonstration inلاریون کونکو د عدالت غوښتنه وکړه Kabul 7. Dez. 2014
لاریون کونکو د عدالت غوښتنه وکړهانځور: DW/H. Sirat

د مظاهرې گډونوالو د هغو کسانو د لیري کیدو غوښتنه کوله چې د بشري حقونو څخه پر سرغړونې تورن دي، او په یو شکل یې په وژنه، مهاجرت او زور زیاتي کې لاس درلود. مظاهره کوونکو وویل چې تر دی ډیر دې نور د بشري حقونو سرغړونکو ته امتیاز ور نه کړل شي او نه هم هغوی معافیت پیدا کړي. مظاهره کونکو غوښتنه وکړه:« دوی دی باید د هغه څه په هکله محکمې ته ځواب ووایې چې ترسره کړي یې دي.»


د مظاهره کوونکي بله غوښتنه په عاجله توگه د ملکي خلکو د وژنې بندول وه. دا په داسې حال کې ده چې د ځانمرگي بریدونو، چاودنو، او وسله والو نښتو په جریان کې هره ورځ ملکي خلک وژل کیږي.

Afghanistan Demonstration in Kabul 7. Dez. 2014
انځور: DW/H. Sirat

فریدون یو تن مظاهره کوونکی وایې چې تر اوسه پورې هیڅ څوک په افغانستان کې د وژنې او عام قتل عام په تور محاکمه شوې نه دی او جنایتکاران اوس هم مصئونه دي. هغه د افغانستان د تیرو لسیزو جگړو عاملینو ته په اشارې سره وویل: « په زرگونو انسانان یې دلته ووژل، عام خلک او مترقي روشن فکران. تیر کال د ۵۰۰۰ قربانیانو لست خپور شو، خو له هغې ورځې یو کال تیر شو، تر اوسه پورې د قربانیانو د حق اعاده کولو په برخه کې هیڅ کار نه دی شوې».


مظاهره کوونکو وویل چې د افغانستان خلک د «سولی او ملي پخلاینی» پلوي کوي، خو دغه دواړه باید د جگړې، چاودنو او ځانمرگي بریدونه چې هر ورځ عام وگړي د هغو قربانیان دي، عاملین له محاکمی څخه برائت ور نه کړي، پرته د پیښو له قربانیانو سره بی عدالتي ده او دا د دغه هیواد بې وزله خلکو ته یو نوې ناورین زیږوي. دوی ټینگار وکړ، په هغه صورت کې چې دغه وژنې پای ته ونه رسیږي دوی به په دوامداره توگه خپل اعتراضونه جاري وساتي.