1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بشري حقونو ډلې پر دوو اروا پوهانو دعوا کړې

آژانسونه۱۳۹۴ مهر ۲۲, چهارشنبه

د بشري حقونو یوې امریکایي ډلې د درو بندیانو په استازیتوب پر دوو اروا پوهانو یا روانشناسانو باندې له دې کبله دعوا کړې ده چې هغوی د امریکا متحده ایالاتو بهرني استخباراتي سازمان CIA ته د ربړونې لارې چارې ښوولې دي.

https://p.dw.com/p/1GnZ0
انځور: picture-alliance/ZUMA Press

د امریکا د مدني آزادیو اتحاد ډلې د CIA له خوا د ربړونې کارول شوي تخنیکونه «غیر قانوني او وحشیانه» بللي دي. دې ډلې د سه شنبې په ورځ په یوه بیانیه کې وویل چې د امریکا متحده ایالاتو د هوایي ځواک د دوو پخوانیو اروا پوهانو پر ضد یې د امریکا متحده ایالاتو د بهرني استخباراتي سازمان یا CIA د ربړونې پروګرام د ودې له کبله دعوا کړې ده.

دغه دعوا د درو هغو بندیانو په استازیتوب ثبت شوې ده چې د CIA د ربړونې له هغو تخنیکونو سره مخامخ شوي دي چې د دې سازمان دغو دوو قراردادیانو ورته وده ورکړې وه. د دغو درو کسانو له ډلې څخه یو یې ګل رحمان دی چې د بدن د تودخې درجې د ټیټیدو له کبله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. هغه د څیړنو پر مهال پرته له کالیو پر سمټي ځمکې کښینول شوي وو او لاندې ورته سړي اوبه خوشي شوې وې.

دوه تنه نور چې سلیمان عبدالسلیم او محمد احمد نومیږي بیا د CIA له خوا بیرته آزاد شوي وو. د امریکا د مدني آزادیو اتحاد ډلې یوه لوړپوړي چارواکي ستیون وات، ویلي دي: «هغوی [CIA] ویلي وو چې [د ربړونې] پروګرام یې پر ساینس ولاړ، بې خطره او ثابت شوی دی. خو په اصل کې دا هیڅ یو یې هم سمه نه وه.» دغه چارواکي زیاته کړې ده چې د CIA ربړونې پروګرام غیر قانوي او وحشیانه وو.

هغه دوه اروا پوهان چې اوس پرې دعوا شوې ده جیمز میتچل او بروس جیسن، نومیږي. هغوی CIA ته د ربړونې دغه پروګرام د هغوی تجربو له مخې جوړ کړی وو چې په ۱۹۶۰ کلونو کې پر سپیانو کیدې.

د امریکا د مدني آزادیو اتحاد ډلې په بیانیه کې راغلي دي: «د جیمز میتچل او بروس جیسن تیوري په حواله کې انسانان باید له رواني لحاظه د ربړونې او ناړه رویې له لارې په بشپړه توګه مات شي، نو هغوی به و نه شي کولای چې د معلوماتو له ورکړې څخه ډډه وکړي.»

دې ډلې ویلي دي چې دواړو اروا پوهانو څو وارې د بندیانو د ربړونو پر مهال حاضر وو. زیاته شوې ده چې هغوی خپله تیوري د CIA پر بندیانو باندې آزمویله.

د امریکا متحده ایالاتو د سنا د یوه رپوټ له مخې CIA د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۹ کلونو تر منځ هغه شرکت ته چې دا دوه ارواه پوهان ورپورې تړاو لري له ۸۰ میلیونه ډالرو څخه ډیرې پیسې ورکړې دي. پر دې سربیره له حقوقي جنجالونو څخه د خلاصون په موخه هم دغه شرکت ته د یو او پنځو میلیونو ډالرو تر منځ پیسې ورکړل شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب